ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دشت ارچي لپاره د طالبانو د ولسوال مرستيال ووژل شو

د دشت ارچي لپاره د طالبانو د ولسوال مرستيال ووژل شو

author avatar
24 Jul 2014 - 14:18
د دشت ارچي لپاره د طالبانو د ولسوال مرستيال ووژل شو
author avatar
24 Jul 2014 - 14:18

کندوز (پژواک ٢ زمرى ٩٣): د کندوز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ لپاره د طالبانو مرستيال ولسوال له خپلو دوو ملګرو سره يو ځاى د امنيتي ځواکونو له لوري وژل شوى دى.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني وايي، د طالبانو مرستيال  ولسوال ملا جنت الله چې په جنت ګل مشهور دى، له خپلو ملګرو سره تېره شپه د دشت ارچي ولسوالۍ په ملا قلي سيمه کې د نښتې پر مهال وژل شوى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادو دريو کسانو مړي له خپلو وسلو سره يو ځاى په سيمه کې پاتې دي.

د حسيني په وينا، په دې پېښه کې پنځه نور وسله  وال مخالفين ټپيان شوي، خو ملکي خلکو او امنيتي ځواکونو ته په کې زيان نه دى اوښتى او دغه عمليات له وسله والو د ملا قلي سيمې د بېرته نيولو په موخه په لاره اچول شوي دي.

د ملاقلي بازار او د شينوارو کلي، دفتاني او داوي سيمې درې ورځې وړاندې طالبانو ولکه کړې وې.

د سيمې يوه اوسېدونکي فتح الله وويل: “طالبان پر دغو سيمو کنټرول لري او سپين بيرغونه يې پورته کړي دي.”

هغه زياته کړه، دولتي ځواکونه بايد هڅه وکړي چې د عملياتو په ترڅ کې ملکي خلکو ته زيانه وانه وړوي.

فتح الله وايي، چې خلک د روژې او د اختر په ورځو کې له نا امنيو سخت اندېښمن دي او د جګړې له دواړو لورو غواړي چې د روژې او د خوشاليو ورځو د ګډوډلو لامل نه شي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ويلو ده، سيمه ييزو چارواکو د طالبانو له لوري د ملاقلي بازار د نيولو په ورځ ويلي وو، چې د نښتې په ترڅ کې درې وسله وال او دوه پوليس وژل شوي، دوه نور طالبان او پنځه پوليس ټپيان دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.