لښکرګاه (پژواک ۲ زمری ۹۳): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې ايمرجنسي روغتون د پولیسو او روغتیايي کارکوونکو تر منځ تر لفظي شخړې وروسته تړل شوی دی.
د دغه ولایت د عامي روغتیا ريیس ډاکتر عنایت الله غفاري پژواک خبري اژانس ته وویل چې وړمه ورځ پولیسو د خپل يو ټپي ملګري د درمنلې پر مهال روغتیايي کار کوونکي ګواښلي دي.
غفاري وویل، چې له دې وروسته ډاکټرانو د پوليسو له خوا د دغه توهين له امله کاري اعتصاب کړى او د روغتون دروازه يې تړلې ده.
نوموړي وویل، پولیسو غوښتل امبولانس هم د یاد کلینیک له مسوولینو بوځي، خو پرته له اړتيا چاته اجازه نه ورکوي د کلينيک له امبولانس څخه استفاده وکړي.
د عامي روغتیا ريیس وايي، چې دغه ستونزه يې د ایمرجنسي د مرکزي روغتونونو له مسوولینو، د هلمند له والي او امنیتي چارواکو سره شریکه کړې، څو د حل لاره ورته پیدا کړي.
ده وویل، په هلمند کې امنيتي پېښي ډېرې دي او د ولسوالیو څانګې د ټپیانو لومړنۍ در ملنه کوي بيا يې د خپلو امبولانسونو په مرسته لښکرګاه ته رالېږي.
د مارجې ولسوال ډاکتر محمد شفیع سوله مل پژواک ته وویل، چې د دې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شوى او هيله لري چې ډېر ژر به دغه روغتون بېرته پرانيستل شي.
ده په وينا، دا مسئله وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د ماین په چاودنه کې يو ټپي شوى پولیس روغتون ور وړل شو او هلته يې ډاکټرانو ته بدې ردې وويلې.
ولسوال وویل: (( یو پولیس چې په پېښه کې څو ځایه ټپي شوی و او ورور يې هم په کې وژل شوى و؛ نو رواني تکلیف يې درلود او عصبي رشتي يې له لاسه ورکړی وې. د درمنلې پر مهال يې پر روغتیايي کار کوونکو سربېره خپل مشرانو ته هم بد رد ویلي دي.))
نوموړي وویل،چې هغه پولیس اوس د لښکرګاه په ایمریجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د ایمریجنسۍ روغتون مسوولین په مارجه کې د خپل روغتون تړل مني،خو په اړه يې جزئیات نه ورکوي.
د پولیسو له سرچینو سره د دې موضوع په اړه په خبرو کولو ونه توانېدو.
په هلمندکې پر مرکزي روغتون سربېره دوه کاله کېږي چې د لښکرګاه په ګډون په پنځو ولسوالیو کې د ایمرجنسۍ روغتون روغتيايي خدمات وړاندې کوي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن