مزارشريف ( پژواک، ٢ زمرى ٩٣ ): د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې ناپېژاندو وسله والو د مزارشريف ښار د لومړنۍ محکمې څارنوال وواژه.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل عبدالرزاق قادري د زمري په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار مهال د مزارشريف ښار د اتمې ناحيې اړوند سيمه کې د لومړنۍ محکمې څارنوال جواد خان د ناپېژندو وسله والو له خوا ووژل شو.
نوموړي زياته کړه، چې پېښه د دشت شور سيمې په شپاړلسمه کوڅه کې رامنځ ته شوه.
د هغه په وينا، جواد خان په داسې حال کې ، چې له خپل کور څخه په ياده کوڅه کې د باغ پر لور په موټر کې روان و ، د ناپېژندو وسله والو له ناڅاپي بريد سره مخ کېږي.
سمونوال قادري وويل، چې دوه ناپېژانده وسله وال، چې په کرولا موټر کې و او يو ميل تومانچه او يو کلاشينکوف يې درلودل ، پر موټرو ډزې کړي، چې پايله کې يې جواد خان او د هغه يو ساتونکي ووژل شول.
نوموړي زياته کړه، چې جواد خان لومړى ټپي و، بيا يې وروسته د روغتون پر لاره سا ورکړه؛ خو ساتونکی يې ځای پر ځای ووژل شو .
د هغه په وينا د يادې پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
همداراز قادري د اختر د ورځې د ډاډمن امنيت لپاره د بلخ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ.
نوموړي زياته کړه، چې د کمکی اختر د ورځو د ډاډمن امنيت په موخه يې د مزارشريف ښار په بېلا بېلو سيمو کې امنيتي پوستې زياتې کړې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن