مزارشريف (پژواک ٢ زمرى ٩٣): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۱۵۰۰ ګډون کوونکو تر منځ له سيالۍ وروسته د نبوي سيرت ستوري وټاکل شول.
دغه سيالي چې د قران کريم د نزول په وياړ او پر بيت المقدس د اسرائيلو د بريدونو په غبرګون ترسره شوې، د چنګاښ په ۲۸مه د” شهيد توانا” فرهنګي مرکز او “سادات ” اجتماعي ټولنې له خوا جوړه شوې وه، چې نن (د زمري ۲مه) يې پايلې اعلان شوې.
د “شهيد توانا ” مرکز مسوول عبدالروف توانا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نبوي سيرت په سيالۍ کې د ښوونځيو او مدرسو څه باندې ۱۵۰۰ زده کوونکو برخه اخيستې، چې ۷۴۰ يې نجونې دي.
نوموړي زياته کړه، چې له يادو کسانو ۴۰ يې د ګټونکو د ګروپ په توګه د نبوي سيرت د ستورو په نوم وپېژندل شول.
د هغه په وينا، ياده سيالي د تحريري ازموينې له لارې ترسره او د ټاکلي کمېسيون له خوا وڅارل شوه.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي محمددين چې د سيالۍ په پای کې د نبوي سيرت ستوری اعلان شو، له پژواک سره خپله خوښي شريکه کړه.
نوموړي وويل، دی خوښ دی چې د اسلام د پيغمبر د سيرت د يو ښه زده کوونکي په توګه وپېژندل شو.
د بلخ د پوهنې رييس قيس مهراين پژواک ته وويل، چې د نبوي سيرت په روانه سيالۍ کې ۹۵ سلنه ګډون کوونکي د دغه ولايت معارف اړوند دي، چې دوی پرې وياړي.
نوموړي زياته کړه، چې د ورته سياليو له لارې نه يوازې چې زده کوونکي د ديني زده کړو په برخه کې وده کوي، بلکې په اخلاقي توګه د ژوند په چارو کې سمبالېږي.
د “شهيد توانا” مرکز مسوول عبدالروف توانا وويل، چې له تېرو پنځو کلونو په بلخ ولايت کې د دغه مرکز له خوا د نبوی سيرت او قران کريم د حفظ سيالۍ ترسره کېږي، چې سلګونه زده کوونکي په کې برخه اخلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن