ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې وژل شوې بهرنۍ ښځې د يوې روغتيايي موسسې کارکوونکې وې

author avatar
24 Jul 2014 - 13:15
author avatar
24 Jul 2014 - 13:15

دويم تعقيب –هرات (پژواک ٢ زمرى ٩٣): په هرات دوه وژل شوې بهرنۍ ښځې د فنلنډ هېواد اوسېدونکې د صحت رواني موسسې (IAM) کار کوونکې وې .

يادې مېرمنې نن نږدې ١٢ بجې د هرات ښار د دويمې امنيتي حوزې په اړوند سيمه کې د ناپېژانده وسله والو له خوا په يو ټکسي موټر کې د سپرلۍ پر مهال تر بريد لاندې راغلې دي.

د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بريد په ترڅ کې د دغو مېرمنو لارښود هم په موټر کې و خو هغه او چلوونکي ته زيان نه دى اوښتى.

احمدي وايي، چې د دې پېښې د څرنګوالي په موخه يې چلوونکى او د وژل شوو مېرمنو افغان لارښود نيولي او پوښتنې ترې روانې دي.

د رواني نارغيو د درمنلې موسسې (IAM) په ١٩٩٦ميلادي کال کې په هرات ولايت کې خپل روغتيايي خدمات پيل کړي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دى اخيستى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.