کابل(پژواک،٣زمرى٩٣): د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رييس وايي، چې د دولت وسله وال مخالفين د ملکي وګړو له وژنې لاس نه اخلي او پر هغوى خپلو بريدونو ته دوام ورکوي.
عبدالخالق فراهي، په تخار، بغلان، نيمروز او غور ولایتونو کې د وروستيو پېښوله امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله وغندله او د هغوى کورنيو ته يې د تسليت پيغامونه واستول.
په دې ولايتونو کې په تېرو ٤٨ ساعتونو کې د بېلابېلو پېښو او چاودنو له امله لسګونه ولسي وګړي وژل شوي او ټپيان دي.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند تواب غورځنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې ادارې رييس په خپل پيغام کې ويلي، چې وسله وال په هېواد کې خپلې ترهګرۍ ته دوام ورکوي.
د غورځنګ په وينا، عبدالخالق فراهي په دې پيغام کې ويلي:(( ترهګر او د وطن د سولې دښمنان هېڅکله نه غواړي؛څو افغانان ارام ژوند وکړي. دښمن د ولس د ګواښلو او وژلو لپاره له هر ډول فرصت څخه استفاده کوي او ان د روژې په مبارکه میاشت کې هم خپلو کرغېړنو کړنو ته دوام ورکوي.))
په پیغام کې پر ولایتي ادارو غږ شوی، چې د پېښو د ټپیانو روغتیایي حالت ته جدي پاملرنه وکړي او د وژل شوو له کورنیو سره د مرکزي ادارې د خواخوږۍ مراتب شریک کړي.
فراهي په روژه کې په پرله پسې توګه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړول؛د ټولو اخلاقي، دیني او ملي موازینو خلاف عمل بللى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن