ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لښکرګاه کې چاودنې ۶  تنه ټپیان کړل

لښکرګاه کې چاودنې ۶ تنه ټپیان کړل

author avatar
25 Jul 2014 - 21:29
لښکرګاه کې چاودنې ۶  تنه ټپیان کړل
author avatar
25 Jul 2014 - 21:29

لښکرګاه ( پژواک، ۳ زمری ۹۳ ) د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د یوې چاودنې له امله څلور تنه ټپیان شوي دي.

دهلمند دوالي ویاند عمرځواک  د زمري په ۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودنه نن مازیګر په پنځو بجو د لښکرګاه اړونده د  بولان سیمه کې دهندوانو مار کیټ کې د موټرسیکل  په وسیله شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې  ۴ ملکي وګړي ټپيان سوي.

د ونه ویل چي دچاودني هدف څوک و.

له سیمي څخه دسید سمیع الله په نوم تن وویل چاودنه دملکي خلکو په منځ کي وشوه.

بل خوا په لښکرګاه کې د ایمریجنسي روغتون یو تن مسول وایې له دي پیښي دوی ته ۶ ټپیان راوړل شوي چې ټول ملکیان وو او دري تنه یې له لومړۍ درملني وروسته رخصت سوي.

ددې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.