فیروزکوه(پژواک،٣زمرى٩٣):وسله والو تېره شپه د غور– کابل پر لويه لاره له دوو موټرو څخه ١٨ تنه کښته کړي او ١٥ تنه يې پر ډزو سره وژلي دي.
د غور امنيه قوماندان مل پاسوال احمدفهيم قايم پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه تېره شپه ١٢بجې د غور ښار د بادګاه په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
هغه وايي،چې وسله والو د ملي اردو له يونيفورم څخه په استفادې دا کسان تر ښکته کولو وروسته په دوو ډلو وېشلي او بيا يې پر ډزو سره وژلي دي.
قايم زياتوي، چې په وژل شوو کې درې مېرمنې هم شاملې دي ؛خو له ديادې پېښې څلور تنه ژوندي هم پاتې شوي دي.
د امنيه قوماندان په وينا، په وژل شوو کې يو شمېر يې کاريګر دي، چې له غور څخه کابل ته پر لاره وو.
نوموړي وويل، چې پوليسو د دې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پيل کړې دي.
ګل اغا هغه تن دى، چې له يادې پېښې څخه ژوندى پاتى شوى.
ده پژواک ته وويل: ((موږ په فلاينکوچ موټرو کې وو. وسله والو په لاره کې ودرلو او له ښکته کولوسره سم يې تلاشي کړو. وروسته يې دوه ډلې کړو او ډزې يې پيل کړې. ما ځان پرته له لګېدو پر ځمکه خطا کړ ؛خو وسله والو ګومان وکړ، چې زه يې وژلى يم.))
ده وويل، چې دوى له غوره کابل ته پر لاره وو، څو د اختر په ورځو کې ورته مزدوري پيدا شي .
په ياده پېښه کې د يوه تن وژل شوي پلار د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل، چې زوى يې په هيڅ دولتي او غېر دولتي اداره کې کار نه کاوه او کابل ته د مزدورۍ لپاره روان وو.
هغه غوښتنه وکړه، چې دولت بايد د يادې پېښې قاتلين پيدا کړي.
ياده دې وي،چې کابو يوه مياشت مخکې هم د دې ولايت پر لويه لاره وسله والو درې تنه له يوه موټره راښکته کړي او وروسته يې پر ډزو سره وژلي وو.
تراوسه ددې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن