کابل(پژواک،٣زمرى٩٣): دکورنيو چارو وزارت وايي، چې په هلمند ولايت کې يې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې زر کيلوګرامه تارياک نيولي دي.
د دې وزارت د نشه يي توکو پر ضد دمبارزې معينيت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا عمليات يې تېره ورځ په ګرمسېر ولسوالۍ کې ترسره کړي دي.
په خبرپاڼه کې د عملياتو د دقيقې سيمې په تړاو څه نه دي ويل شوي، خو يادونه شوې ، چې دا عمليات د کورنيو چارو وزارت د ٤٤٤ عملياتي قطعې له لوري ترسره شوي.
سرچينه وايي،په دې عملياتو کې څوک نه دي نيول شوي،خو د دې نشه يي توکو لېږدونکى ډاډسن موټر د پوليسو لاس ته ورغلى.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پوليسو په سيمه کې د دې توکو د لېږدونکو کسانو په لټه عمليات او پلټنې پيل کړې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن