ګردېز(پژواک،٣زمرى٩٣):دپکتياولايت ليکوالانو او شاعرانو په يوه اخترېزه مشاعره کې غوښتنه وکړه، چې د ټوپک پر ځاى دې قلم ته کار وشي.
دغه مشاعره،چې د″ماشومانو ته د ټوپک پرځای قلم واخلئ″ په سرليک جوړه شوې وه د مرکز ګردېز او شاوخوا سيمو ليکوالانو، شاعرانو او د شعر لسکونه مينه والو په کې برخه لرله.
داوښتون کلتوري ټولني مشر سردارولي تېره وال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده مشاعره د اختر د خوشحالۍ لپاره جوړه شوې وه؛خو اصلي موخه يې ماشومان زده کړو ته هڅول دي.
تېره وال وويل،چې ځينې کورنۍ د اختر په شپو ورځو کې ماشومانو ته د لوبو ټوپکونه اخلي او دا کار يې پر روحيه بده اغېزه کوي.
دپکتياداطلاعاتو اوکلتور رييس محمد شفا مشفق د دا ډول مشاعرو جوړول د افغان ټولنې لپاره ښه پيعام ورکوونکې وبللې.
نوموړي له پژواک سره په خبرو کې د پکتيا فرهنګي بهير ښه وباله او يادونه يې وکړه، چې ډېرو ځوانانو شعر او ليکوالۍ ته مخه کړې او فرهنګي کارونه ترسره کوي.
ياده دې وي، چې داختر په دې شپو ورځو کې د پکتيا داطلاعاتو او کلتور رياست او بېلابېلو ادارې هم ورته مشاعرې جوړوي.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن