ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اووه وسلوال او ٤ پوليس وژل شوي

اووه وسلوال او ٤ پوليس وژل شوي

author avatar
26 Jul 2014 - 16:12
اووه وسلوال او ٤ پوليس وژل شوي
author avatar
26 Jul 2014 - 16:12

جلال اباد ، ميدانښار (پژواک، ٤ زمرى ٩٣): د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د نښتې په ترڅ کې څلور وسله وال او دوه پوليس وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د زمري په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا څلور بجې د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو په دوه سرکه کې، د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې وسله والو بريد کړى و.

ده زياته کړه، چې د نښتې په ترڅ کې څلور وسله وال وژل شوي او شپږو نور يې ټپيان دي.

عبدالزى وايي، په پېښه کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو تن يې ټپي شوى هم دى.

بلخوا د خوګياڼو ولسوال نعمت الله نورزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نښتې په ترڅ کې ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او عامووګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

ده زياته کړه چې سيمه ييزو پوليسو ته په خپل وخت ملاتړ و ررسېدلى او وسله وال په شا شوي دي.

د خوګياڼو د روغتون امر ډاکټر نوراغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى ته د پېښې له سيمې يو عام وګړى چې ډېر سرسري ټپي و، ور وړل شوى و، چې اوس له روغتونه خارج شوى دى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا امنيتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ د خپلو څلورو ملګرو د ټپي کېدو خبره هم کوي.

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د وزيرو د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې ځانمرګى بريد شوى و، چې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان په ګډون دوه تنه په کې وژل شوي وو.

د يوه بل خبر له مخې، په ميدان وردګو ولايت کې  هم د نښتو پر مهال وسله والو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د دې ولايت د چک ولسوالۍ په ټنټنګ سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په پايله کې يې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو تن يې ټپي شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د همدې ولسوالۍ په خواجه عمري سيمه کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې درې وزيرستاني طالبان وژل شوي او د دوی يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.