ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتيار د دولت د ملکي مامورينو له وژلو سره مخالفت څرګند کړ

حکمتيار د دولت د ملکي مامورينو له وژلو سره مخالفت څرګند کړ

author avatar
26 Jul 2014 - 11:23
حکمتيار د دولت د ملکي مامورينو له وژلو سره مخالفت څرګند کړ
author avatar
26 Jul 2014 - 11:23

کابل  (پژواک ٤ زمرى ٩٣): د دولت د مخالفې ډلې حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدين حکمتيار د نېکمرغه کوچني اختر په پيغام کې له خپلو وسله والو غوښتي چې د ملکي وګړو او د دولت د ملکي مامورينو له وژلو دې ډډه وکړي.

د حکمتيار په دغه پيغام کې چې د دې ډلې په رسمي وېبپاڼه (شهادت) کې خپور شوى، خپلو وسله والو ته ويل شوي، هغه كسان په خپلو ليكو كې نه پرېږدي، چې خلك ځوروي او اسلامي اصول نه مراعاتوي.

هغه له خپلو وسله والو غوښتي چې له داسې عملياتو ډډه وكړي چې په كې عام ولس، د دولت ملكي مامورين، ښوونكي، قاضيان، ملايان، انجنيران، ډاكټران، خبريالان او نور غير محارب كسان زيامنېږي.

نوموړي له ټولو بهرنيو ځواکونو غوښتي چې له افغانستانه ووځي او افغانان پرېږدي چې خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي.

هغه زياته کړې، جګړه هغه مهال د تل لپاره پاى ته رسېږي او سوله راتلى شي، چې بهرنيان ووځي او  افغانان خپل مشر او خپل نظام په خپله وټاکي.

حکمتيار ويلي: ((موږ بايد ژمنه وکړو چې له دې وروسته د واک د لېږد په پروسه کې نه يوه قطره وينه تويه شي او نه يوه مرمۍ وويشتل شي.))

د نوموړي په وينا، هغه خلک چې ګومان كوي د بهرنيو ځواكونو په شتون كې به جګړه پاى ته ورسېږي؛ سخته تېروتنه كوي.

د حزب اسلامي مشر ويلي، چې له هېواده د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به اوسنى حکومت دوام ونه شي کړاى؛ ځکه چې د ده په وينا، د ١٥٠ زره بهرنيو سرتېرو پر شتون سربېره هم دوى ډېرې ستونزې لرلې.

حکمتيار د ټاکنو پر پروسې هم نيوکه کړې او زياته کړې يې ده چې دا پروسه د ګډوډيو ښکار شوه، ناکام کانديد خپله ناکامي نه مني، د موازي حکومتونو جوړولو او غرونو ته د ختلو خبرې وشوې.

هغه ادعا کړې، امريکا غواړي چې د عراق پېښې په افغانستان کې تکرار کړي، ګډوډۍ رامنځته کړي او قومونه سره وجنګوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.