ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د راغستان د امنيت د مدير ساتونکو دوه ملکي وګړي وژلي

د راغستان د امنيت د مدير ساتونکو دوه ملکي وګړي وژلي

author avatar
26 Jul 2014 - 14:37
د راغستان د امنيت د مدير ساتونکو دوه ملکي وګړي وژلي
author avatar
26 Jul 2014 - 14:37

فيض اباد-مېمنه (پژواک ٤ زمرى ٩٣): د بدخشان د راغستان ولسوالۍ د امنيت د مدير ساتونکو دوه کسان پر ډزو سره وژلي او بلخوا په بدخشان او فارياب ولايتونو کې د ځانمرګو بريدونو په تور پنځه تنه نيول شوي دي.

د بدخشان د والي وياند احمدنويد فروتن وايي، چې پرون يو شمېر کسانو په راغستان ولسوالۍ کې له يوه کور څخه د مالونو د غلا له امله په لاريون لاس پورى کړى او د ملي  امنيت د مدير د کور لوري ته يې لاريون غځولى، چې په پايله کې يې د امنيت مدير ساتونکو پر خلکو ډزې کړې، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل، خلکو له دې امله لاريون کړى و، چې بايد امنيت يې ټينګ شي او د دوى له کورونو غلا ونه شي.

هغه زياته کړه، چې د ولايت د مقام او امنيتي ارګانونو يو پلاوى د دې پېښې د څېړلو په موخه د راغستان ولسوالۍ ته لېږل شوى او موضوع اوس تر څېړنو لاندې ده.

همدارنګه په بدخشان کې د ځانمرګي بريد په تور يو تن نيول شوى دى.

کورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، ياد بريدګر ته چې کله د دوه نورو کسانو له لوري لارښوونه کېده او هوډ يې درلود، چې په وردوج ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد وکړي، چې له بريد وړاندې د پوليسو له لوري تر پېژندل کېدو وروسته نيول شوى دى.

په فارياب کې هم دوه کسان د ځانمرګي له واسکټ سره يو ځاى نيول شوي دي.

د فارياب د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد مسعود يعقوبي پژواک ته وويل، چې د دغه ولايت پوليسو په بلچراغ باز ولسوالۍ کې د کوليان سيمې له يوه کور څخه دوه کسان له يوه چاودېدونکي واسکټ او توکو سره يو ځاى نيولي دي.

هغه زياته کړه، يادو کسانو هوډ درلود چې کوم ځاى يې هدف و بريد پرې وکړي، خو د سيمو خلکو په دې اړه پوليسو ته معلومات ورکړي، چې د عزيزالرحمن د کور له پلټنې وروسته، په داسې حال کې چې دوى د بسترو تر شا پټ شوي و، له يوه واسکټ او چاودېدونکو توکو ډک واسکټ سره يو ځاى ونيول شول.

يعقوبي زياته کړه، چې په دغه واسکټ کې اوه نيم کيلو چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي و، چې د چاودنې پر مهال به يې شاوخوا دوه کيلومتره ځاى ويجاړ کړى و.

خو عزيز الرحمن ادعا وکړه، چې دغه چاودېدونکى واسکټ د هغه نه دى او هغه د يوې قومي شخړې قرباني شوى، چې په کوليان کې يې د دوه قومونو تر منځ له څو کلونو راهيسې روانه ده او تر دې مهاله له ١٠ زيات کسان پکې وژل شوي دي.

دغه شکمن کس ادعا وکړه، چې دوه شپې وړاندې درې اربکيان د ناپېژاندو وسلوالو له لوري ووژل شول، په داسې حال کې يو يې د ترور زوى هم پکې شامل و او د قضيې يو بل لوري هغه پکې په ګوته کړى دى.

د بدخشان او فارياب ولايتونو چارواکي، نيول شوي کسان وسلوال مخالفين بولي، خو وسلوالو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.