ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رايو څېړنې پروسه درېيم ځل ودرېده

د رايو څېړنې پروسه درېيم ځل ودرېده

author avatar
26 Jul 2014 - 13:27
د رايو څېړنې پروسه درېيم ځل ودرېده
author avatar
26 Jul 2014 - 13:27

کابل (پژواک ٤ زمرى ٩٣): د ولسمشرۍ ټاکنو د ټولو رايو د بيا څېړنې لړۍ د درېيم ځل لپاره ودرېده.

دغه پروسه د چنګاښ په ٢٦ مه، په رسمي ډول پيل شوه او هره ورځ د سهار له ٧ بجو د مازديګر تر ٦ بجو پورې، د ملي او نړيوالو څارونکو، د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو د استازو او رسنيو په حضور کې په دوه شفټونو کې دوام لري.

دغه لړۍ نن له معمول سره سم د سهار ٧ بجې پيل شوه، خو له دريو ساعتو تېرېدو وروسته ودرول شوه.

د پژواک خبري اژانس خبريال د ټاکنو خپلواک کميسيون له دفتر راپور ورکړ، چې لومړى د د رايو د څېړنې په مرکز کې، چې ٥٠ ټيمونه او ٢٥ مېزونه لري، دغه لړۍ په کې په بشپړ ډول ودرول شوه او له هغه وروسته په دويم مرکز کې هم چې ټول مېزونه يې خالي وو، ياده پروسه ودرول شوه.

د اشرف غني په مشرۍ د تحول او بدلون ټاکنيز ټيم غړي ګلاب منګل پژواک ته وويل، چې سهار دغه لړۍ په ښه توګه پيل شوه او په ډېر عادي ډول پر مخ تله خو له غرمې وروسته لس بجې د عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم پرېکړه وکړه چې ياده لړۍ دې ودرول شي.

هغه زياته کړه، چې د تحول او دوام ټيم ټول څارونکي هلته موجود دي او د رايو د څېړنو په لړۍ کې کومه جدي ستونزه نه ويني.

خو منګل وويل: “د تفتيش په لړۍ کې طبعاً لږ څه اختلافات موجود وي او دا طبيعي ده چې که هر کله هم د رايې ورکونې يو صندوق خلاصېږي نو د يوه نوماند په ګټه او د بل په زيان وي او دغه پروسه بايد د کوم ټاکنيز ټيم له لوري ونه درول شي.”

خو د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنيز ټيم غړي امرالله امان وويل، چې د چک لېست په ١٢مه او ١٦مه ماده کې د تفسير نه شتون د دې لامل شوى، چې د رايې ورکونې د څېړنې دغه لړۍ ودروي.

دغه چک لېست د رايې ورکونې د څېړنې لپاره ١٦ مادې لري.

په دوولسمه ماده کې يې راغلي، ايا نښې په ګوته شوې، په مشابه او په ورته ډول په نښې شوې، د رايې ورکونې په پاڼو ليدل کېږي؟

شپاړسمه ماده وايي: ايا د رايې ورکونې صندوقونه د داسې نتايجو درلودونکي دي، چې له نړيوالو غوره لارو چارو سره ځانګړو څېړنو ته اړتيا ولري. (د بېلګې په ډول، کله چې د لومړي او دويم پړاو د ټولو رايو ترمنځ کوم عمده توپير شتون ولري.)

که چېرې هو وي نو هغه مهال بيا دغو صندوقونو ته د ملي او نړيوالو څارونکو له لوري ځانګړې پاملرنه کېږي.

د ډاکټر عبدالله د ټاکنيز ټيم ياد غړي زياته کړه: “دواړه ټيمونه له يادو دوو مادو بېلابېل نظر او تفسير لري او تر هغه مهاله چې په دغو دوو مادو کې ستونزه موجوده وي، نو موږ پروسې ته دوام نه ورکوو.”

د عبدالله ټيم په دې اړه تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خو څارونکو يې د رايو د څېړنې په ځاى کې ويل، دغه لړۍ يې ځکه درولې چې په داړو ټيمونو کې نړيوال څارونکي نشته او په چک لېست کې هم ستونزې تر سترګو کېږي نو له همدې امله يې له دې لړۍ سره پرېکون کړى دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.