اسعد اباد (پژواک، ٥ زمرى ٩٣): د کونړ ولايت چارواکي وايي ، چې د پاکستانيو ځواکونو له خوا په توغندويي بريدونو کې يو ماشوم ټپي شوى دى.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيد خېل د زمري په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن يو ځل بيا ددې ولايت پر دانګام ولسوالۍ د پاکستانيو ځواکونو له خوا لس توغندي توغول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دا توغندي ددانګام ولسوالۍ د ګوريګا په سيمه کې لګېدلي، چې له امله يې يو ماشوم ټپي او خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي او يو شمېر کورنۍ کډه شوې هم دي.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د پاکستانيو ځواکونو له خوا پر کونړ ولايت توغندويي بريدونه زيات شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن