ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چين له افغانستان سره د ٢٤ موټرو مرسته وکړه

چين له افغانستان سره د ٢٤ موټرو مرسته وکړه

author avatar
27 Jul 2014 - 16:50
چين له افغانستان سره د ٢٤ موټرو مرسته وکړه
author avatar
27 Jul 2014 - 16:50

کابل (پژواک ٥ زمرى ٩٣): چين د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت سره د ٢٤ عراده موټرو مرسته وکړه.

د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو موټرو کې د تشريفاتو ٨ موټره، ٧ لنډکروزر ډوله موټر او ٩ نور د دولتي مېلمنو لپاره بس موټر  شامل دي، چې ټول ارزښت يې ٨٠٠ زره ډالره ښودل شوى دى.

سرچينې ليکلي، چې د دغو وسايطو اسناد نن کابل کې د چين سفارت د اقتصادي چارو مسوول ښاغلي زينګ وينفينګ (Zeng Wenfeng) له لوري د بهرنيو چارو وزارت د تشريفاتو مشر حميد صديق ته وسپارل شول.

صديق، د يادو وسايطو د ورسپارل کېدو پر مهال، د هېواد د بهرنيو چارو له وزارت سره د چين هېواد له مرستو مننه او ستاينه وکړه او د چين سفارت د اقتصادي چارو مسوول هم له افغانستان په ځانګړي ډول د بهرنيو چارو له وزارت سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينګار او ژمنه وکړه.

 چين له دې وړاندې هم د هېواد د بهرنيو چارو له وزارت سره د کمپيوټري وسايلو مرسته کړې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.