ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزي د تېرو دوه مياشتو ناامنۍ په تېرو ١٤کلونو کې بې مثاله وبللې

حامد کرزي د تېرو دوه مياشتو ناامنۍ په تېرو ١٤کلونو کې بې مثاله وبللې

author avatar
28 Jul 2014 - 12:22
حامد کرزي د تېرو دوه مياشتو ناامنۍ په تېرو ١٤کلونو کې بې مثاله وبللې
author avatar
28 Jul 2014 - 12:22

کابل (پژواک ٦زمرى ٩٣) : ولسمشرحامد کرزي د تېرو دوه مياشتو ناامنۍ په تېرو ١٤کلونو کې بې مثاله وبللې او له لوى خداى څخه يې افغانستان او ټولې اسلامي نړۍ ته د سوکالۍ غوښتنه وکړه .

دغه څرګندونې ولسمشرکرزي په ارګ کې د کمکي اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته وکړې او دغه راز يې  هېوادوالو او ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه .

ولسمشر همدا راز د لوی خداى له دربار څخه له ليبيا نيولې تر پاکستان پورې په ټولو هغو مسلمانو هېوادونو کې چې خلک يې په رنځ، نا امنۍ او جګړې کې ژوند کوي د امن او سولې د ټينګښت غوښتنه وکړه.

 کرزي زياته: (( اسلامي نړۍ په رنځ اخته ده، نن اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان خلک په غزه کې د فلسطين د خلکو په حال ځوريږي ، چې په ډيره بې رحمۍ سره شپه او ورځ وژل کيږي، هغوی ته د سولې، امنيت، ترقۍ او خوښۍ هيله کوو. زموږ خپلې خاورې افغانستان ته دې الله تعالی سوله، امن او ترقي راولي.))

ددې ترڅنګ ولسمشر کرزي د افغانستان ټاکنو ته د اشارې په ترڅ کې وويل، چې د افغانستان انتخابات په خير تېر شول، خو کله چې انتخابات ترسره  او د رايې شمېرنې بهير شروع شو،  پرافغانستان داسې کلک بريدونه پيل شول چې په دا څوارلسوکلونوکې پر دې هېواد داسې   بريدونه نه وو شوي لکه په دا تېرو دوو مياشتوکې چې وشول.))

هغه زياته: (( زموږ امنيتي ارګانونه هره ورځ راپور راکوي چې بهرني تروريستان په ډيره پراخه پيمانه او په ډير شمېر افغانستان ته داخل شوي او دلته پر افغانانو بريدونه کوي، خو په مقابل کې يې زموږ امنيتي ځواکونه هم لکه د تل په څېر له خپلې خاورې څخه په غيرت او همت دفاع ته ولاړ دي.))

کرزي ،د طالبانو پر مشرانو غږ  وکړ ، چې پر افغانانو جنګ بند کړي او افغانستان ته د پرديو تروريستانو د راتګ زمينه ساز نه شي، سولې ته دې راشي او له خپلو خويندو او وروڼو سره دې د امن او عزت ژوند وکړي.

ولسمشر وويل: (( د افغانستان ملت انتخابات وکړل په ميليونونو تنه رايې ورکولو ته را ووتل. د افغانستان خلک غواړي چې انتخابات يې ژر تر ژره نتيجه ورکړي، ترڅو دا خاوره خپل نوی ولسمشر او نوی حکومت ولري او کارونه يې په چټکتيا او قوت سره پر مخ ولاړ شي.))

له حامدکرزي سره د اختر په دې مراسمو کې د هغه دويم مرستيال محمد کريم خليلي، د کابينې او ملي شورا ځينو غړو، د عالمانو د سراسري شورا رييس، سلاکارو وزيرانو، علمي او فرهنګي شخصيتونو، دکابل ښار مخورو، په کابل کې د اسلامي هېوادونو ځينوسفيرانو او د وسله وال پوځ  يو شمېر جنرالانو اوجګپوړو افسرانو برخه لرله .

 

 

 

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.