کابل ( پژواک، ۶ زمری ۹۳ ) : د افغانستان او زمبابوی ترمنځ د کرکټ څلور ورځنۍ لوبه روانه ده او په دې لوبه کې افغانستان تراوسه پر کوربه هیواد زمبابوی مخکې دی.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د زمري په ۶مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا څلور ورځنۍ لوبه پرون پیل شوې ده.
هغه زیاته کړه چې افغانستان پخپل لومړي وار ( اننګز) کې په ۱۰۵ منډو وسوځیدله، خو دافغان توپ اچوونکو د ښې توپ اچونې له امله د زمبابوی لوبډله هم پخپل لومړي وار کې سمه لوبه ونه کړه او ټوله لوبډله یې په ۱۶۵ منډو وسوځیدله.
د هوتک په وینا، دافغانستان له لوري فرید ملک او یمین احمدزي د زمبابوي پنځه پنځه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د کرکټ لوبډله ددې څلور ورځنۍ لوبې ددویمې ورځې په پای کې پخپل دویم وار کې ۲۷۵ منډې جوړې کړې او یواځې پنځه لوبغاړي یې سوځیدلي دي.
هوتک وویل چې دافغانستان له لوري نجیب الله ځدران په زړه پورې نندارې ته وړاندې وکړه او ۹۸ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې، دغه نجیب تره کي هم ښه لوبه وکړه او ۵۳ منډې یې جوړې کړې.
ددې لوبې دوه ورځې پاتې دی او ډير امکان شته چې نتیجه یې ووځي، خو افغانستان تر اوسه په دې لوبه کې پر زمبابوی مخکې دی.
د کرکټ د چارو کارپوهه رحیم ګل څاروان وایي چې په افغان لوبډله کې ډیرو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی او هغوی له ځانه ښه وړتیا وښوده.
هغه پژواک ته وویل چې په ځانګړې توګه توپ اچوونکو فرید ملک او یمین احمدزي او په توپ وهنه کې نجیب الله ځدران ډیره ښه لوبه وکړه.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې ددواړو لوبډلو ترمنځ د څلور یو ورځنیو لوبو لړۍ دوه په دوه مساوي پای ته رسیدلې وه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن