ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عالمان : حکومت دې د حجرې او ممبر درنښت وکړي

عالمان : حکومت دې د حجرې او ممبر درنښت وکړي

author avatar
28 Jul 2014 - 15:57
عالمان : حکومت دې د حجرې او ممبر درنښت وکړي
author avatar
28 Jul 2014 - 15:57

میدان ښار( پژواک۶زمری۹۳) : دیني عالمانو له حکومت څخه وغوښتل،چې د حجرې او ممبر درنښت وکړي.

 د میدان وردګو ولایت ګڼ شمېر دیني عالمانو د نیمکرغه کوچني اختر د لمانځه پر مهال له حکومت څخه وغوښتل،چې د حجرې او ممبر درنښت دې وکړي،تر څو په نظام کې یې د شته ستونزو مخنیوی وشي .

دغو علمانو په خپلو ويناوو کې ادعا وکړه، چې په اوسني نظام کې د حجرې او ممبر ارزښت شتون نه لري،ځکه نو ګڼ شمېر ستونزو سره  مخامخ دي.

د یاد ولایت د علماوو شورا ريیس مولوي صدیقي وویل ، که حکومت غواړي،چې شته ستونزې حل شي،نو د هغو مشرانو،چې په حجرو کې پرېکړې کوي او د ولسونو رښتینې مشري پر غاړه لري،په بېلابېلو موضوعاتو کې دې چارواکي له دوی څخه مشورې واخلي.

د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د دغه ولایت ولسونو ته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي ورکړه .

هغه همدا راز زیاته کړه،په رښتیني ډول قومي مشران او د یني عالمان د ټولنې له باوري کسانو څخه دي،دوی چې کوم ډول لارښوونې کوي،ولسونه یې ترسره کوي او د دوی هر ډول خبرو ته ارزښت ورکوي .

نوموړي وویل:(( په میدان وردګو ولایت کې موږ له دیني عالمانو سره وخت په وخت ناستې لرو،د دوی ستونزو ته مو غوږ نیولی،د حل په برخه کې مو همکاري ورسره کړې او همدا راز له دوی څخه مو وخت په وخت مشورې غوښتي .)

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.