ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غمجنه مور: ” موږ ته اختر هېڅ ارزښت نه لري”

غمجنه مور: ” موږ ته اختر هېڅ ارزښت نه لري”

author avatar
28 Jul 2014 - 11:58
غمجنه مور: ” موږ ته اختر هېڅ ارزښت نه لري”
author avatar
28 Jul 2014 - 11:58

کندوز (پژواک دزمرى ٦ مه ٩٣): د هغو ماشومانو مور، چې خپل مېړه يې د هلمند په جګړه کې له لاسه ورکړى، وايي چې له کړاوه ډک ژوند تېروي؛ اختر او د خوشالۍ نورې ورځې ورته هېڅ ارزښت نه لري.

د سکينې په نوم يادې مېرمنې، چې خپل مېړه عبدالغفار يې د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې له وسله والو مخالفينو سره په نښته کې له لاسه ورکړى، د کندوز ښار د ازادۍ واټ د دريمې ناحيې په يوه ويجاړه شوې غرفه کې ژوند کوي.

نوموړې، چې د تخار ولايت په ينګي کلا ولسوالۍ کې يې ژوند کاوه، د مېړه له وژل کېدو وروسته کندوز ښار ته راکډه شوې او دغه ويجاړه شوې غرفه هم د هغې اوښي، چې هغه به په خپله حويلۍ کې د اضافي شيانو لپاره کاروله، دوى ته ورکړې ده.

سکينه د مېړه په له لاسه ورکولو سره بې سرپرسته شوې او دوه تنکي ماشومان يې يتيمان شوي دي. غم د دوى په کور کې خېمه وهلې او دغه مېرمن اړه ده، چې دغه درې ماشومان د خپل پلار د مينې په نه شتون کې وپالي.

ياده رنځېدلې مور وايي، چې ماشومان يې راتلونکي وړوکي اختر ته جامې نه لري او يوه مړۍ ډوډۍ، چې د دوى د پايښت لپاره يې په سختۍ سره پيدا کوي نو د جامو له اخيستو بې وسه ده او د خوښۍ دا ډول ورځې ورته هېڅ ارزښت نه لري.

هغې په ژړغوني او په داسې حال کې چې اوښکو يې خبرو کولو ته اجازه نه ورکوله، پژواک خبري اژانس ته وويل: “کله چې خبره شوم، چې مېړه مې شهيد شوى نو رڼا ورځ راباندې تياره شوه نو نور پوه نه شوم چې زه څوک يم، د کوم ځاى يم او چا لور او مور يم؟”

 

سکينې زياته کړه، چې د خلکو د جامو مينځلو له لارې خپل ځان او ماشومانو ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوي او يا يې هم ګاونډيان ورسره مرسته کوي، له دې سره سره بيا هم دا مرستې بساينه نه کوي او شپه ورځ له ډېرو ستنونزو سره مخ يو.

دې مورکۍ د مېړه له لاسه ورکولو وروسته دا يوازېنۍ هيله لري، چې د هغې ٩ کلن زوى ويس الدين ورته لوى شي او د خپلۍ کورنۍ مسووليت پر غاړه واخلي.

وخت هم له دې ماشومتوبه د دغه ماشوم پر اوږو دروند مسووليت اچولى دى.

که څه هم د دغه دروند مسووليت د پورته کولو لپاره د هغه مټې تر اوسه پورې کوچنۍ دي، خو اړ دى چې يوه ورځ د کور دغه دروند مسووليت پر غاړه واخلي.

ويس الدين وويل: “پلار مې شهيد شوى، ژوند مو ډېر خراب دى، کله ډوډۍ پيدا کوو او کله هم نه، که د ورځې يې پيدا کړو نو د شپې بيا نه وي.”

دغه کم عمره ماشوم زياته کړه، هيله يې درلوده چې ښوونځى ووايي او په راتلونکي کې د کوم کسب او کمال خاوند شي نو دا چې پلار يې له لاسه ورکړى، اړ دى چې که کله يې وس پيدا کړى نو مزدوري وکړي او يا هم ګاډۍ وچلوي، ترڅو د خپلې مور او دوه خويندو اړتياوې پوره کړي.

د سکينې يوولس کلنې لور اسماء وويل: “اختر راغى، مور ته مې وويل چې مورجانې خلک اختر ته جامې اخلي او موږ څنګه وکو؟ مور راته وويل، زه د تاسو ګېډې نه شم مړولى؛ کالي به څنګه درته پيدا کړم؟”

يادې معصومې نجلۍ زياته کړه، چې پلار يې ډېر ياديږي او کله يې چې په ياد شي نو سترګې يې له اوښکو ډکې شي.

اسما زياته کړه، سږ کال د مور په اجازې سره ښوونځي ته ځي او هلته اسلامي موضوعات زده کوي.

نو دغه کورنۍ د خلکو مرستې او لاسنيوي ته اړتيا لري او غواړي چې شتمنې کورنۍ او کسان له دوى سره مرسته وکړي، تر څو د دوى ژوند يو څه ښه تېر شي.

پژواک خبري اژانس هم د دغه بشردوستانه کارونو د ترسره کولو په لړۍ کې، له دې بې وزلې او بې سرپرستې کورنۍ سره يو څه مالي او د خوراکي توکو مرسته وکړه، تر څو په ټولنه کې له بېوزلو کورنيو سره د لاسنيوي او مرستې فرهنګ پلى شي.

 

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.