ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ټول  هيواد  کې د نيکمرغه کمکي اختر لمونځ ادا شو

په ټول هيواد کې د نيکمرغه کمکي اختر لمونځ ادا شو

author avatar
28 Jul 2014 - 11:22
په ټول  هيواد  کې د نيکمرغه کمکي اختر لمونځ ادا شو
author avatar
28 Jul 2014 - 11:22

کابل (پژواک ٦زمرى ٩٣)  : په ټول  هيواد  کې د نيکمرغه کمکي اختر لمونځ ادا او د تلپاتې سولې لپاره دعاګانې وشوې.

تېره شپه سترې محکمې اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان سترې محکمې د  مياشتې د ليدلو شرعي شهادتونه ترلاسه کړي او په دې اساس نن د زمري ٦مه ، د نېکمرغه کمکي اختر لومړۍ ورځ ده.

په پلازمېنه کابل او د ولايتونو په ټولو عيدګاوو او جامع جوماتونو کې د کمکي اختر د لمانځه مراسم د سولې په فضا کې ترسره شول او د لمانځه له اداکولو وروسته، خلکو يو بل ته د اختر مبارکۍ ورکړې .

ولسمشرحامد کرزي، د ارګ په جومات کې د کابينې او ملي شورا له ځينو غړو او  د هېواد له جهادي شخصيتونو سره د اختر لمونځ ادا کړ.

همدارنګه، هېودوالو د کابل د عيدګاه او پل خشتي جوماتونو ترڅنګ، په نورو سيمو کې هم د   اختر لمونځ ادا کړ.

د جوماتونو ملاامامانو په خپلو ويناوو کې ددې ورځې پر فضليت او په هېواد کې د تلپاتې سولې په اړه خبرې وکړې .

ملا امامانو او ديني عالمانو د اختر  له لمانځه څخه وروسته په هېواد کې د سولې او امنيت لپاره دعاوې وکړې.

 په پل خشتي جومات کې د اختر له لمانځه  وروسته يو تن لمونځ کوونکي  عبدالقادر پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې  کاشکې د اختر ددې ورځې په څېر هره ورځ داسې کراري واى .

 نوموړي په ټولو افغانانو غږ وکړ ، چې نور دې له هر ډول وژنو لاس واخلي او د نن په څېر دې يو بل ته د تل لپاره د ورورۍ لاس ورکړي .

  د حبيب  په نامه يوتن  پژواک اژانس ته  وويل، چې  اختر يوبل ته د مېنې ورکولو ورځ ده ، سړى ترې په رښتيا له دې مبارکې ورځې خوند اخلي .

 هغه زياته کړه : (( خداى دې وکړي چې په هېواد کې سوله راشي او هېوادوال هره ورځ خپل اختر وګرځوي .))

 د يادونې ده ، چې تراوسه پورې په هېواد کې د کومې ناامنۍ راپور نه دى ورکړل شو.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.