کابل (پژواک ٦زمرى ٩٣) : په ټول هېواد کې د نيکمرغه کمکي اختر لمونځ ادا او د تلپاتې سولې لپاره دعاګانې وشوې.
تېره شپه سترې محکمې اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان سترې محکمې د مياشتې د ليدلو شرعي شهادتونه ترلاسه کړي او په دې اساس نن د زمري ٦مه ، د نېکمرغه کمکي اختر لومړۍ ورځ ده.
په پلازمېنه کابل او د ولايتونو په ټولو عيدګاوو او جامع جوماتونو کې د کمکي اختر د لمانځه مراسم د سولې په فضا کې ترسره شول او د لمانځه له اداکولو وروسته، خلکو يو بل ته د اختر مبارکۍ ورکړې .
ولسمشرحامد کرزي، د ارګ په جومات کې د کابينې او ملي شورا له ځينو غړو او د هېواد له جهادي شخصيتونو سره د اختر لمونځ ادا کړ.
همدارنګه، هېودوالو د کابل د عيدګاه او پل خشتي جوماتونو ترڅنګ، په نورو سيمو کې هم د اختر لمونځ ادا کړ.
د جوماتونو ملاامامانو په خپلو ويناوو کې ددې ورځې پر فضليت او په هېواد کې د تلپاتې سولې په اړه خبرې وکړې .
ملا امامانو او ديني عالمانو د اختر له لمانځه څخه وروسته په هېواد کې د سولې او امنيت لپاره دعاوې وکړې.
په پل خشتي جومات کې د اختر له لمانځه وروسته يو تن لمونځ کوونکي عبدالقادر پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې کاشکې د اختر ددې ورځې په څېر هره ورځ داسې کراري واى .
نوموړي په ټولو افغانانو غږ وکړ ، چې نور دې له هر ډول وژنو لاس واخلي او د نن په څېر دې يو بل ته د تل لپاره د ورورۍ لاس ورکړي .
د حبيب په نامه يوتن پژواک اژانس ته وويل، چې اختر يوبل ته د مېنې ورکولو ورځ ده ، سړى ترې په رښتيا له دې مبارکې ورځې خوند اخلي .
هغه زياته کړه : (( خداى دې وکړي چې په هېواد کې سوله راشي او هېوادوال هره ورځ خپل اختر وګرځوي .))
د يادونې ده ، چې تراوسه پورې په هېواد کې د کومې ناامنۍ راپور نه دى ورکړل شو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن