هرات(پژواک، ٧ زمرى ٩٣): د هرات امنيه قوماندانۍ د ترهګريزو کړنو په تړاو د دوو تنو د نيولو خبر ورکړ.
د هرات د امنيه قوماندانۍ په خبرپانه کې د جزيياتو له ورکولو پرته راغلي، چې نيول شوي کسان(نذير او فرهاد) د هرات ښار په ډېرى ترهګريزو کړنو کې لاس لري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، څېړنو ښودلې چې دغو دوو تنو په داوطلبانه ډول د دولت له وسلوالو مخالفينو سره ژمنه کړې وه، چې شاوخوا ٤٠ تنه د دولت پلوي کسان به وژني.
دغه کسان په داسې حال کې نيول کيږي، چې د هرات په ښار او شاوخوا سيمو کې د کوچني اختر په مناسبت سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن