ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزي پر حشمت کرزي بريد په کلکو ټکو وغنده

author avatar
29 Jul 2014 - 16:40
author avatar
29 Jul 2014 - 16:40

کابل ( پژواک ٧ زمرى ٩٣):ولسشمر حامد کرزي، د خپل تره پر زوى  حشمت خليل کرزي  بريد، چې نوموړی په کې ووژل شو، په کلکو ټکو وغنده.

له ولسمشرۍ ماڼې څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، کرزي ويلي:” لکه نورافغانان چې هره ورځ په هېواد کې په تروريستي بريدونو کې په شهادت رسيږي، زموږ کورنۍ هم له دغه مصيبت څخه مستثنی نه ده او موږ دغه قرباني منو.”

ولسمشر، حشمت کرزي ته د لوی خدای له دربار څخه د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه کړې ده.

د ولسمشر حامد کرزي د تره زوى، د کندهار د ولايتي شورا غړى او د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د تاکنيز کمپاين مهم غړى حشمت خليل کرزى نن له غرمې مخکې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د کرز سيمې په حشمت کلا سيمه کې ځانمرګي بريدګر په خپل کور کې وواژه.

ولايتي چارواکي وايي، چې ٢٤ کلن ځانمرګى بريدکوونکى د اختر د مبارکۍ په موخه د حشمت خليل کور ته د ورغلو مېلمنو په ډله کې ورننوتى و او چاودېدونکي توکي يې په خپله پګړۍ کې ځاى پر ځاى کړي و.

 د راپورونو له مخې، په دې بريد کې چې تر اوسه يې چا مسووليت پر غاړه نه دى اخستى، يو تن ټپي شوى هم دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.