ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خپلمنځي نښتو کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي

author avatar
29 Jul 2014 - 20:05
author avatar
29 Jul 2014 - 20:05

ښرنه ( پژواک، ۷ زمری ۹۳ ) : د پکتیکا ولایت دولتي چارواکي وايې چې په سروبي ولسوالۍ کې یو ځل بیا پخوانۍ شخړې زور اخیستی او په تازه نښتو کې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې .

دپکتیکا امنیې قوماندان پاسوال نبي جان ملاخيل د زمري په ۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون د کوچني اختر په لومړی ورځ غرمه مهال د دوو کورنیو ترمنځ هغه مهال وسله واله جګړه ونښته ، کله چې ددریا خان په نوم یوتن کورته په لاره وه ، او دوهمې ډلې ورته لار نېولې وه.

هغه زیاته کړه، په دې نښته کې چې د خروټو دقوم اود داروخېلودښاخ اړوند ډلګی دیوې ښځې په ګډون څلور تنه وژل شوي او دوه نورټپیان شوي دي، او مقابل لوري ته یو کس وژل شوی او یوبل ټپي دی .

دده په خبره چې دسیمې ځای ته پولیس په چټکی ورسېدل او جګړه یې ودروله .

بل لورته نن د سروبي اوارګون ولسوالیو لسګونه قومي مشران دسروبي تر رباطه  سیمې لاړل د دواړو ډلو ترمنځ یې دکوچني اختر تر تېرېدو پورې اوربند کړی .

د سروبي ولسوالی یوتن قومي مشر چې نن داوربند لپاره رباط تللی وه دنوم دنه خپرېدو په شرط پژواک  ته وویل چې د تېرې ورځې جګړې تر دوو ساعتو زیات دوام وکړ هغه وايي سیمې ته دامنیتي ځواکونو په رسېدو جګړه پای ته ورسېده

د سېمې یو تن اوسيدونکي حضرت علي پژواک خبرې اژانس ته وویل چې یاد دوه قومونه له تیرو ۱۵ کلونو څخه خپلمنځي دښمنۍ لري او وخت ناوخته په یو بل بریدونه کوي.

د علي په خبره په تیر نوي کال کې هم د یادو دوو قومونو تر مېنځ جګړه شوې وه چې په کې د څلور تنه وژل شوی و او یوه ښځه په کې ټپې وه.

دا په داسي حال کې ده چې په پکتیکا سرحدي ولسوالۍ کې قومي تربګنۍ تر بل هر ځای زياتې پالل کېږي او ځيني وخت د خوښيو په ورځ د دا ډول پېښو امکان موجود وي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.