ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ په څلور ورځنۍ لوبه کې زمبابوی ته ماتې ورکړه

افغانستان د کرکټ په څلور ورځنۍ لوبه کې زمبابوی ته ماتې ورکړه

author avatar
30 Jul 2014 - 14:01
افغانستان د کرکټ په څلور ورځنۍ لوبه کې زمبابوی ته ماتې ورکړه
author avatar
30 Jul 2014 - 14:01

کابل ( پژواک، ۸ زمری ۹۳ ) : د افغانستان د کرکټ  الف لوبډلې په څلور ورځنۍ لوبه کې د زمبابوی الف لوبډلې ته د ۳۵ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د زمري په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا څلور ورځنۍ لوبه درې ورځې مخې د زمبابوی په پلازمینه هراری ښار کې شوې وه.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان الف لوبډلې پخپل لومړي وار ( اننګز) کې په ۱۰۵ منډو وسوځیدله، خو دافغان توپ اچوونکو د ښې توپ اچونې له امله د زمبابوی لوبډله هم پخپل لومړي وار کې سمه لوبه ونه کړه او ټوله لوبډله یې په ۱۶۵ منډو وسوځیدله.

د هوتک په وینا، دافغانستان له لوري فرید ملک او یمین احمدزي د زمبابوي پنځه پنځه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د کرکټ لوبډله ددې څلور ورځنۍ لوبې ددویمې ورځې په پای کې پخپل دویم وار کې ۲۷۵ منډې جوړې کړې او یواځې پنځه لوبغاړي یې سوځیدلي دي.

هوتک وویل چې دافغانستان له لوري نجیب الله ځدران په زړه پورې نندارې ته وړاندې وکړه او ۹۸ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې، دغه نجیب تره کي هم ښه لوبه وکړه او ۵۳ منډې یې جوړې کړې.

نوموړی وایي چې پرون په دریمه ورځ کله چې افغانستان خپله لوبه بیا پیل کړه، نو نجیب ځدران ژر په ۹۹ منډو وسوځیدو او ورپسې فضل نیازي ښه لوبه وکړه او د افغانستان منډې یې ۳۲۱ ته ورسوله، نیازي ۴۱ منډې کړې.

زمبابوي په لومړي وار کې پر افغانستان ۶۰ منډې زیاتې کړې، او ددې منډو له ویستلو سره افغانستان زمبابوی ته د ګټلو لپاره ۲۶۲ منډې ورکړې دي.

پرون  ددریمې ورځ تر پایه پورې زمبابوی د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۲۰۶ منډې جوړې کړې. د افغانستان له لوري میرویس اشرف څلور لوبغاړي سوځولي دي.

نن د لوبې په وروستۍ ورځ  زمبابوی ته د ګټلو لپاره ۵۴ منډې او افغانستان ته د ګټلو لپاره د زمبابوی د څلورو لوبغاړ سوځول پکار وو ، خو دلوبې له پیلیدو سره سم افغان توپ اچوونکو د زمبابوی پاتې څلور لوبغاړي وسوځول او لوبه یې وګټله.

د افغانستان له لوري لوبډلمشر میرویس اشرف په زړه پورې بالنګ وکړ او د زمبابوی ۶ لوبغاړی یې وسوځول، یمین احمدزي درې لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس سلاکار وزیر شهزاده مسعود پر دې بریا الف لوبډلې او ټولو هیوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې ددواړو لوبډلو ترمنځ د څلور یو ورځنیو لوبو لړۍ دوه په دوه مساوي پای ته رسیدلې وه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.