ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حشمت خليل کرزى خاورو ته وسپارل شو

حشمت خليل کرزى خاورو ته وسپارل شو

author avatar
30 Jul 2014 - 11:20
حشمت خليل کرزى خاورو ته وسپارل شو
author avatar
30 Jul 2014 - 11:20

کندهار (پژواک ٨ زمرى ٩٣): د قومي مشر حشمت خليل کرزي جنازه تېره شپه ناوخته د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ په کرز سيمه کې خاورو ته وسپارل شوه.

حشمت خليل کرزى د ولسمشر کرزي د تره زوى او د کندهار د ولايتي شورا مخکښ نوماند او په سوېل کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاين مسوول او کلک ملاتړى و.

نوموړى تېره ورځ لس بجې په خپل کور (حشمت کلا) کې د اختر د مبارکۍ پر مهال په ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

د حشمت خليل کرزي جنازه د شپې ناوخته د هغه په پلرنۍ هديره کرز کې خاورو ته وسپارل شوه.

په دغو مراسمو کې د سلګونو قومي مشرانو تر څنګ د هغه ورور حکمت خليل کرزي، د ولسمشر وروڼو محمود کرزي او شاه ولي کرزي، ګل اغا شېرزي، جميل کرزي، د ولايت مقام مرستيال او د ولايتي شورا غړو ګډون کړى و.

د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حشمت وژنه د لوى کندهار لپاره لويه تشه ده.

هغه د کندهار د ولايتي ادارې په استازيتوب دغه بريد په سختو ټکو وغانده او ويې ويل چې امنيتي ارګانونه د پېښې جدي څېړنه کوي او وروسته به يې په اړه رسنيو ته هم معلومات ورکړل شي.

ګڼ شمېر قومي مشرانو هم له پژواک سره په خبرو کې د حشمت خليل کرزي وژنه لويه ضايعه وګڼله او د پېښې د پلټنې غوښتنه يې وکړه.

د کندهار د ولايتي شورا غړي او قومي مشر حاجي اغا لالي دستګيري وويل، حشمت خليل کرزي د يوه ښه مشر په توګه تل د خلکو لاسنيوى کاوه او د هغوى ستونزې يې هوارولې

هغه زياته کړه، حشمت کرزي په دې وروستيو کې د ټاکنو پر مهال د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي کلک ملاتړى و او دغه راز په خپله يې هم د کندهار ولايتي شورا ته ځان کانديد کړى، چې د برياليو کانديدانو په سر کې يې ځاى درلود او تر ټولو ډېرې رايې يې وړې وې.

نوموړي وويل: ((په داسې بڼه د يو چا وژل چې خلک دې د هغه د اختر مبارکۍ ته ورځي او يو څوک دې د هغوى په منځ کې ځان تېر او پر هغه ځانمرګى بريد وکړي، يو نه بښونکى جنايت دى.))

د کندهار والي توريالي ويسا هم ويلي، چې حشمت کرزى د کندهار لپاره يو لوى دېوال و او د هغه وژنه يې غندلې ده.

د ولايت له مقام څخه په دې اړه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ شاوخوا لس بجې يو ٢٤ کلن ځوان چي په خپله پګړۍ (لونګۍ) کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو، حشمت خليل کرزي ته يې ځان رسولى او د روغبړ پر مهال يې چاودنه ورکړې او هغه يې وژلى او يو بل تن ټپي کړى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((د وطن د دښمنانو دغه راز کړنې چې په تېرو ١٤ کلونو کې يې د افغانانو وينې وزبېښلې، نور ملت ته د زغملو نه دي. دوى هم اسلام بدنام کړ او هم يې انسانيت وشرماوه.))

د دې تر څنګ په خپله ولسمشر کرزي، ډاکټر اشرف غني احمدزي، استاد سياف او لسګونو نورو سرچنيو او کړيو د حشمت کرزي وژنه پر سختو ټکو غندلې ده.

حشمت کرزى په داسې حال کې په خپل کور کې د ځانمرګي بريد په پايله کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې هغه ته ورتلونکى هر کس په ډېره دقيقه توګه تلاشي کېده.

تر دې وړاندې هم ورته بريدونه شوي او يو شمېر مهم کسان په کې له منځه وړل شوي دي.

د حشمت کرزي د وژلو مسووليت نه هم وسله والو مخالفينو او نه هم کومې بلې ډلې منلى دى.

په کندهار کې په دې وروستيو کې يو ځل بيا امنيتي وضعيت ترينګلى شوى او په ځانګړې توګه د روژې په مياشت کې نه يوازې څو ځلې پر دولتي ودانيو او د چارواکو پر کورونو ډله ييز ځانمرګي بريدونه وشول، بلکې پر ځينو ولسواليو د وسله والو مخالفينو پراخ بريدونه هم وشول.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.