ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حصارک جګړه پاى ته رسېدلې

د حصارک جګړه پاى ته رسېدلې

author avatar
30 Jul 2014 - 15:52
د حصارک جګړه پاى ته رسېدلې
author avatar
30 Jul 2014 - 15:52

جلال اباد (پژواک ٨ زمرى ٩٣): د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ جګړه، وسله والو او دولتي ځواکونو ته تر مرګ ژوبلې اوښتو وروسته پاى ته رسېدلې او د سيمې خلک نن د اختر مبارکۍ لپاره له کورونو راوتلي دي.

وسله والو پرون سهار په حصارک ولسوالۍ کې پر بېلابېلو امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پخوا امنيتي چارواکو ويلى وو، چې په يادو نښتو کې تر ٥٠ ډېرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو نن د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې جګړه پاى ته رسېدلې، تر ٤٠ ډېر وسله وال مخالفين وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

عبدالزي زياته کړه، چې په جګړه کې شپږ پوليس هم وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وويل، چې وسله والو پرون د حصارک د کلينيک پر پوسته بريد وکړ او هغه يې ونيوه، خو وروسته بېرته ترې ونيول شوه.

دغه عيني شاهد وايي، چې جګړې تر نن سهار پورې دوام درلود او وضعيت نن ښه شوى دى.

احمدالله زياته کړه: ((جګړې موږ اندېښمن کړي وو او پرون د اختر مبارکۍ لپاره له خپلو کورونو نه شواى وتلاى، خو نن ارامي ده، طالبان تښتېدلي او خلک د اختر مبارکۍ لپاره له کورونو وتلي دي.))

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې په حصارک کې يې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ، ١٣ سرتېري يې وژلي او د ځينو مړي اوس هم د نښتې په سيمه کې پاتې دي.

نوموړى وايي، چې اته امنيتي پوستې او درې اربکيان يې هم نيولي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې جګړه کې دوه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.