لښکرګاه (پژواک ٨ زمرى ۹۳): د هلمند د سنګین ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال په ګډون شل وسله وال وژل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه ولسوال ملا ناصر نومېده او د امنيتي ځواکونو د عملياتو په لړ کې وژل شوى دى.
ځواک زياته کړه چې په عملياتو کې شل نور وسله وال هم وژل شوي، د ساروان کلا، مرسته باکزو، نسوزو او یو شمېر نورې سیمې له وسله والو او ماینونو پاکې شوې دي.
د هلمند د والي ویاند وايي چې په دغو عملیاتو کې یو پولیس هم وژل شوى، درې پولیس او یو د ملي اردو سرتېری ټپي شوي او اوس هم عملیات دوام لري.
نوموړي زیاته کړه چې په یاده سیمه کې لسګونه کورنیو چې د جګړې له امله بېځایه شوې وې اوس بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې او په سيمه کې امنیت نور هم د پراخېدو په حال کې دی.
بلخوا د هلمند د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چې نن د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د یوې مېلې ځاى ته نږدې د پولیسو پر رينجر موټر په داسې حال کې د ریموټي ماين چاودنه شوې ده، چې موټر له سیمې تېر شوی و او چا ته زیان نه دی په کې اوښتی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن له غرمې مخکې د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار په يوه مېله ځاى کې هم چاودنه وشه او ١٤ تنه په کې ټپيان شول.
Visits: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن