ګردېز (پژواک،٩ زمری٩٣): د کابل -ګردېز پر لويه لاره د پکتيا د تېرې کنډو په سيمه کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ٩ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د پکتيا ولايت د ملکي روغتون سرطبيب وايي، چې د دې ترافيکي پېښې له امله چې د تېرې کنډو په سيمه کې د يوه سرف موټر د چپه کېدو له امله رامځته شوې ده، څلور تنه مړه شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د دې ولايت د عامې روغتيا سرطبيب ډاکټر حيا ګل پکتين پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې پېښه کې، چې نن له غرمې مخکې ١١ بجې رامنځته شوې ده، دوه مېرمنې او دوه نارينه مړه شوي او پنځه نور نارينه ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، ټول مړه شوي او ټپيان د پکتيا ملکي روغتون ته رسول شوي ، چې په ټپيانو کې د يو تن روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
د کابل -ګردېز پر لويه لاره د تېرې کنډو هغه خطرناکه سيمه ده، چې وخت ناوخته په کې دا ډول ترافيکي پېښې زياتې رامنځته کيږي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن