ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بست تصدي د پنبې له کمښت سره مخ ده

د بست تصدي د پنبې له کمښت سره مخ ده

author avatar
1 Aug 2014 - 10:25
د بست تصدي د پنبې له کمښت سره مخ ده
author avatar
1 Aug 2014 - 10:25

لښکرګاه (پژواک ١٠ زمری  ۹۳): په هلمند کې د بُست تصدۍ مشر وايي، د پنبې په کمه کچه کرکېله او کمه بوديجه يې د کارونو پر وړاندې خنډونه دي.

د دې فاريکې رييس حاجي شيرین جان له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې دبُست  تصدۍ فابریکه د ۳۰۰۰۰ ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري، خو  د پنبې د نه کښت له امله يې کارونه کم دي.

شيرين جان وايي، په تېرو کلونو کې يې کارونه له نشت سره برابر وو، خو اوس اوس  په هلمند کې د پنبې د کرکيلې کچه ډېره شوې او له  امله يې د دوى کارونه ښه شوي دي.

نوموړي وویل، چې تېر کال يې ۱۵۰  میليونه افغانۍ د ماليې له وزارته پور کړې وې او هغو څخه يې د  ۵۲ میليونو افغانيو په بيه  ۱۲۹۰ ټنه دانه لرونکې پُنبه پېرلې وه.

ده زیاته کړه، چې دې کار کروندګر هڅولي، څو سږ کال ډېره  پُنبه وکري او له امله به يې د دوى تولیدات هم زیات شي.

د هغه په وينا، د تېر کال له رانیول شوې او پروسس شوې پُنبې يې مالوچ، غوړي، صابون، پوستک او کونجاړه توليد کړي او بېلابېلو ولايتونو  ته يې د پلور لپاره لېږلي دي.

د فابریکې مشر وايي، هره ورځ  ۳۱ ټنه مالوچ، ۲۶ ټنه کونجاړه، ۱۰ ټنه غوړي او ۵۰۰۰زره چکۍ صابون توليدوي، چې ډېر لوړ کيفيت لري  او له همدې امله ډېر پېرېدونکي لري.

د بُست تصدۍ رييس وايي، که چېرې په هلمند کې په دولتي امکاناتو او یا د خصوصي سکتور له خوا نساجي ګانې جوړې شي، د بې کارۍ په له منځه تلو، د دوی مالوچو  پر بار او د خلکو پر اقتصاد به  ښه اغېز وکړي.

د بست تصدۍ ۱۳۴۲ لمريز کال په فعالیت پیل کړی، چې هغه مهال يې ۳۲زره  ټنه پُنبې د پروسس وړتیا لرله، ۲۵۰زره کسان په کې په کار بوخت وو، چې ۳۰۰۰  يې په فابریکه کې او پاتې يې په کروندو کې وو.

د یادولو ده، په تېرو درې لسېزو کې، کله چې د یادې فابریکې چارې ټکنۍ شوې، له دې کار سره کرونده ګرو د همدې محصولاتو بدیل د کوکنارو محصولات وګاڼه.

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.