کابل (پژواک، ١٠ زمرى ٩٣): په خوست کې زورور توپان او تېز باد او باران “د سولې پيغام” په نامه د يوې سيمه ييزې راډيو وسايلو او ودانۍ ته زيان اړولى او د راډيو خپرونې يې درولې دي.
په خوست کې د سولې پيغام راډيو مسوول زاهد شاه انګار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هغه تېز توپان، باد او باران د څپې له امله چې د پنجشنبې ورځې په مازيګر د خوست ښار په ځينو برخو کې خپره شوه، د دې راډيو ځينې تخنيکي سيستمونه او ودانۍ زيانمن کړي دي.
د نوموړي په وينا، د دې طبيعي پېښې په ترڅ کې د دوى د راډيو خپرندويه ټاور (پايه)، ډايپولونه (انتنونه)، په کابل کې د خپرېدونکو راډيوګانو څخه د خپرونو ريسيور سيستم، د انټرنيټ ډېش او اړوند سيستم، د سولر يا لمريزې برېښنا سيستم، لينک سيستم او ځينې نور وسايل ډېر زيات زيانمن کړي او ځينې يې بېخې له کاره غورځېدلي دي.
د سولې پيغام راډيو مسوول زياته کړه، چې د دې توپاني څپې له امله د نوموړې راډيو د دفتر ودانۍ ته هم زيان اوښتی او دمګړۍ د همدغو ستونزو له امله، د دوی خپرونې چې د ايف ايم په دوه څپو خپرېدې، درېدلې دي.
انګار دا هم وويل، چې د دوی راډيو نه يواځې په خوست بلکې، د پکتيا او پکتيکا په ځينو ولسواليو کې هم اورېدل کېده او د ده په خبره، شاوخوا يو نيم مليون تنه اورېدونکې يې درلودل.
زاهد شاه انګار زياته کړه، د خوست په ښار کې د دغه توپاني څپو له امله ځينو نورو دولتي او غير دولتي ودانيو او تاسيساتو ته هم زيان اوښتی، خو تر دې دمه د ټولو زيانونو تفصيلات لا نه دي څرګند.
نوموړي په دې اړه چې د اوښتو زيانونو مالي اټکل به څومره وي، څه ونه ويل، خو څرګنده يې کړه چې تردې دمه د خوست له کوم ځايه د ځاني مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د سولې پيغام راډيو مسوول په افغانستان کې د رسنيو له مرسته کوونکو غوښتنه وکړه، ترڅو د دې طبيعي پېښو له امله، د دوی راډيو ته د اوښتو زيانونو سمه څېړنه او وروسته له دوی سره مرسته وکړي، چې يو ځل بيا خپلې خپرونې په طبيعي ډول بېرته پيل کړي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن