ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د محمداغې ښاروال ووژل شو

د محمداغې ښاروال ووژل شو

author avatar
1 Aug 2014 - 07:47
د محمداغې ښاروال ووژل شو
author avatar
1 Aug 2014 - 07:47

پل علم (پژواک، ۱۰ زمری ۹۳): د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ ښاروال په خپل کور کې د وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د محمد اغې ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار عبدالوکیل حقیار د زمري په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ښاروال سیف الله مجاهد، تېره شپه په نهو بجو په خپل کور کې د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه، وسله وال د هغه کور ته اوښتي او پر ده یې ډزې کړي، چې له امله یې یوه مېلمنه ښځه هم ټپي شوې ده.

حقیار وایي، ټپي شوې ښځه روغتون ته وړل شوې او پولیسو د دې پيښې په اړه څیړنې پیل کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې سیف الله مجاهد تېر کال په یوه وسله وال برید کې ټپي او درې نور کسان يې وژل شوي وو.

مجاهد د جمعیت اسلامي جهادي ګوند  پخوانی قوماندان و او له ۱۳۸۸ لمریز کال راهیسې يې د ښاروال په توګه دنده ترسره کوله.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.