ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ټاکنيزو ناندريو دوام به هېواد له جدي کړکېچونو سره مخ کړي”

author avatar
1 Aug 2014 - 15:45
author avatar
1 Aug 2014 - 15:45

کابل (پژواک، ١٠ زمرى ٩٣): “د افغانستان د خلکو لپاره د بشري حقونو اروپايي کمپاين” په نامه يوه سازمان د افغانستان په راتلونکي حکومت کې افغان کډوالو ته پر ونډې ورکولو ټينګار وکړ او ګواښ يې وکړ، چې ټاکنيزې ناندرۍ به هېواد له نورو اقتصادي او امنيتي کړکېچونو سره مخ کړي.

د افغانستان د خلکو لپاره د بشري حقونواروپايي کمپاين مشر نورالحق نسيمي د جمعې په ورځ (د زمري لسمه) په يوه خبري ناسته کې وويل، چې افغان کډوالو او بهر ته تبعيد شويو باور درلود، چې تر اوږدې مودې وروسته پاتې والي او په تېرو ۱۴ کلونو کې د ښو فرصتونو له شتون سره سره به، دلته د ښاري حقونو په برخه کې د يو بل مننې فرهنګ پىاوړی شي او خلکو ته به اجازه ورکړل شي، چې خپل برخليک په خپله وټاکي.

خو د نوموړي په وينا، له بده مرغه د افغانستان وروستيو ټاکنو وښوده، چې د هېواد دننه د خلکو او د کډوالو له غوښتنو سره سم، کوم کار ترسره نه شو.

نسيمي زياته کړه: “په بهر کې مېشت افغان کډوال د ځينو مهمو مسايلو، لکه ټاکنې او د سياسي نظام د ټينګښت څرنګوالی، چې د خلکو برخليک په کې ټاکل کېږي، ډېر حساس دي.”

نوموړی چې په ورته وخت کې د افغانستان او منځنۍ اسيا د انجمن چې مرکز يې په لندن کې دی، مشر هم دی، وويل چې کډوال او تبعيد شوي کسان د هېواد په دې حساسو شرايطو کې هيله من دي، چې سياستوال او د حکومت غړي بايد د افغانانو د غوښتنو پر وړاندې په داخل او بهر کې بې تفاوته نه وي.

نوموړي زياته کړه، دوی (افغان کډوال) غواړي چې په راتلونکي حکومت کې دې د افغان کارپوه کډوالو ونډه په پام کې ونيول شي او ان دوی بايد په هغه اپوزيسيون کې، چې په راتلونکې کې جوړېږي، فعاله ونډه ولري، ترڅو هغه ښې تجربې چې له هېواده يې بهر ترلاسه کړې دي، په خپل هېواد کې ترې کار واخلي.

نسيمي وويل، د افغانستان د خلکو لپاره د بشري حقونو اروپايي کمپاين او د افغانستان او منځنۍ اسيا انجمن، له نورو اروپايي بنسټونو سره يوځای، لېوالتيا لري چې په دې اړه له افغان دولت سره همکاري وکړي.

نوموړي زياته کړه، ځيني خلک سياست او واک د يوې ډلې يا يوې کورنۍ ملکيت ګڼي، خو د ده په خبره، دا سياسي فرهنګ په اوږدمهال کې د خلکو د نېکمرغۍ او پرمختګ په لار کې خنډ جوړېږي.

خو نوموړي وويل، په بهر کې مېشت افغان کډوال، هيله لري چې د افغانستان راتلونکی دولت په ډيموکراتيکو او قانوني معيارونو برابر وي او په کور دننه او بهر د افغانانو د اندېښنو ځواب ولري.

نوموړي د دې ټکي په څرګندولو سره، چې افغانستان له سياسي، اقتصادي او قومي کړکېچ سره مخ دی، ګواښ وکړ، که ټاکنيزې ناندرۍ دوام ومومي، افغانستان ته به د نړيوالې ټولنې پاملرنه کمه شي او هېواد به له جدي ننګونو سره مخ شي.

د يادونې وړ ده، چې ټاکل شوې سبا د رايو د تفتيش بهير يو ځل بيا په داسې حال کې پيل شي، چې د چنګاښ په ۲۶مه د هغې له‌ پيل را پدېخوا درې ځله د رايو د بيا شمېرنې او باطلولو د معيارونو پر سر د دواړو ټاکنيزو ټيمونو د اختلاف له امله دا پروسه ځنډول شوې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.