کندهار (پژواک ١٠ زمرى ٩٣): له کجکي څخه کندهار او لښکرګاه ته د برېښنا غځېدلي مزي چې له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې پرې شوي وو، نن د زمري په ١٠مه بېرته ورغول شول.
دغه مزي د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د غبرګولي په ٣١مه هغه مهال پرې شول، چې وسله والو مخالفينو پر امنيتي ځواکونو بريدونه پيل کړل او سخته جګړه پيل شوه.
د کندهار ولايت د برېښنا رياست سوداګريز مرستيال امان الله ايوب فاروقي پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې يې هڅې کولې، چې کندهار او لښکرګاه ته د برېښنا پرې شوي مزي ورغوي، خو جګړو او ناامنيو يې مخه نيوله.
هغه زياته کړه، د برېښنا رياست وتوانېد چې تېره ورځ د سنګين په ساروان کلا سيمه کې د برېښنا مزي ورغوي، خو په همدې ورځ يو ځل بيا د نامعلومو وسله والو له خوا پرې شول.
د ده په خبره، د دويم ځل لپاره يې نن بيا دغه مزي رغولي، چې د کندهار تر څنګ لښکرګاه ته هم د برېښنا جريان فعال شوى دى.
دى وايي، د جګړې له امله د برېښنا مزي په سنګين ولسوالۍ کې تر ١٥ ځايه زيات پرې شوي وو او په سلګونو متره لين غلا شوى و.
د نوموړي په وينا، کندهار ته له کجکي بند څخه داسې مهال د برېښنا جريان بند شوى و، چې سخته ګرمي او د روژې مياشت وه او خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.
دى وايي، په دغې موده کې يې څو ځلې هڅه وکړه، چې د کجکي- کندهار او لښکرګاه د برېښنا پرې شوي مزي جوړ کړي، چې په دې لړ کې د چنګاښ په ٢١مه، د سنګين د برېښنا امر او له کجکي څخه کندهار او لښکرګاه ته د برېښنا د غځېدلي لوړ ولټاژ مزيو مسوول حاجي محمد نبي د لين د رغولو پر مهال د ماين په چاودنه کې ووژل شو.
فاروقي وويل، د برېښنا رياست اداره هڅه کوي، چې د بېلابېلو لارو د برېښنا د مزيو ساتنه وکړي او خلکو ته د برېښنا په رسېدو کې ځنډ رامنځته نه شي.
خو هغه له خلکو هم وغوښتل، چې د برېښا د کمښت په خاطرې سپما وکړي او خپل بيلونه دې پر وخت تحويل کړي.
تر هغه وروسته چې کندهار ته د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي وو، خلکو ته په ٤٨ ساعتونو کې له ٢ تر ٣ ساعتونو برېښنا رسېدله، چې اوس به يې وخت زيات شي.
د کندهار ښار د کابل شاه سيمې اوسېدونکى عزت الله وايي، د دې ولايت اوسېدونکو روژه په داسې حال کې، چې هره ورځ به د ګرمۍ کچه تر ٤٧ سانتي ګرېډ درجو رسېدله، له برېښنا پرته تېره کړه.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د برېښنا د نشتوالي او سختې ګرمۍ له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ وو او په ورځو ورځو يې په کورونو کې د څښلو او اودس لپاره يو څاڅکى اوبه نه لرلې.
نوموړي د برېښنا د مزيو په جوړېدو خوښي وښودله، خو له وسله والو ډلو يې وغوښتل، چې د خلکو د ستونزو په خاطر دې د برېښنا مزيو ته زيان نه اړوي.
کندهار ١٥٠ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري او هغه مهال چې د کجکي بند په توربينونو او جنراتورونو کې ستونزه نه وي، په دغه ولايت کې ٢٧ مېګاواټه برېښنا وي، چې ١٥ مېګاواټه د باغ پل، برېښناکوټ او ښوراندام له ډېزلي جنراتورونو او ١٢ مېګاواټه د هلمند د کجکي له بند څخه تر لاسه کېږي.
دغه برېښنا په هېڅ توګه د دوه ميليونه نفوس لرونکي ولايت لپاره بسنه نه کوي او خلک د برېښنا د اساسي جوړېدو غوښتنه کوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن