ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شهزاده مسعود: نوی ولسمشر دې تر ټولو مخکې سولې لپاره کار وکړي

author avatar
1 Aug 2014 - 10:47
author avatar
1 Aug 2014 - 10:47

کابل ( پژواک، ۱۰ زمری ۹۳ ) : په قومونو او قبایلي چارو کې سلاکار وزیر شهزاده مسعود له نوي ولسمشر غواړي چې تر ټولو وړاندې د سولې لپاره هلې ځلې وکړې.

شهزاده مسعود د زمري په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې نوی ولسمشرباید د ظرفیت سازۍ او شایسته سالارۍ پر بنسټ خپلې حکومتي چارې تنظیم او د ملي یووالي حکومت رامنځ ته کړي، نه د تنظیمونو او ګروپیکو فعالیتونو پر ونډې او غوښتنو ولاړ حکومت.

هغه زیاته کړه : ((له راتلونکي ولسمشر څخه زموږ غوښتنه داده تر څو له هرڅه مخکې په هیواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره هلې ځلې وکړې.))

شهزاده مسعود وویل ، په راتلونکي نظام کې د ۱۲ کلنې سیاسي تجربې درلودلو پر بنسټ د حامد کرزي شتون اړین بولی او راتلونکی نظام باید د حامد کرزي له سیاسي مشورو او په نړیوالو او ملي مسایلو کې د نوموړي له نظرونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

د نوموړي په وینا، ولسمشر حامد کرزي سره د کاري تجربې او له کاري تجربې ها خوا د جهاد دورې راهیسې پیژندګلوي لری،  نوموړی یو وطنپال شخص دی او له وطن سره د زړه له کومي مینه لري .

 سلاکار وزیر وویل چې ولسمشر کرزی د کډوالۍ پر مهال هم د افغانستان د سولې او ثبات او د یو ملي حکومت جوړیدو لپاره په ملي او نړیواله کچه هلې ځلې کړې دي او د هزواد په راتلونکي سیاسي جوړښت کې د هغه شتون اړین بولي.

دی وایي، د کورنیو جګړو پر مهال او د طالبانو له نسکوریدو سره سم په هیواد کې د پرمختګ هر ډول دروازې تړل شوې وې ، تنظیمي جوړښتونو پکې خپلمنځو شخړو ته پراخه زمینه مساعده کړې وه ، د همسایه هیوادونو بربنډو مداخلو د هیواد فضاء نا امنه کړې وه، د قومونو ترمنځ  یو درز رامنځ ته شوی و  او سمت پلوۍ د پام وړ وده کړې وه.

شهزاده مسعود زیاتوي چې د ولسمشر حامد کرزي راتګ او په هیواد کې د یوه نظام رامنځ ته کیدل یو داسې خوب و چې ولسونو یې د تعبیر هیله نه درلودله. ولسمش کرزي د واک واګي ترلاسه کولو سره سم ملي یووالی رامنځته او د ګاونډیانو  د بربنډو لاسوهونو مخنیوي لپاره یې اړین تدابیرونیول.

د هغه په وینا، د ولسمشر کرزي د غوره اقداماتو له امله  افغانستان د ۱۳ کلونو په کمه موده کې د نړۍ په کچه یو ځل بیا خپله سیالي پر ځای کړه. افغانان د ولسمشر کرزي تر مشرتابه لاندې تر یوه چتر لاندې سره راټول شول، او په هره برخه کې پراخه پرمختګونو وشول او  هیواد  یو ځل بیا په نړیواله کچه خپل موقف جوړ کړ.

شهزاده مسعود د ولسمشر کرزي په دوره کې د شویو مصلحتونو پلوي کوي او زیاتوي چې دغه کار د هیواد په ګټه ترسره شوی، خو هغه په دې موده کې د اداري فساد پر زیاتیدو او سولې نه رامنځته کیدو نیوکه وکړه.

 دهغه په وینا، په دغو دوو برخو کې نه یواځې د ولسمشر کرزي حکومت، د سولې عالي شورا او اداري فساد پر ضد د مبارزې اداره بلکه نړیواله ټولنه هم تر ډیره بریده پاتې راغلې ده.

خو هغه داهم وویل چې په هیواد کې دیموکراتیک نظام پلی شوی او ولسمشر کرزی په یوه سوله ییزه فضا کې واک بل منتخب ولسمشر ته سپاري.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.