ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيضي: د دويم پړاو ټاکنو وروستۍ پايلې به د وږي مياشتې تر درېيمې معلومې شي

فيضي: د دويم پړاو ټاکنو وروستۍ پايلې به د وږي مياشتې تر درېيمې معلومې شي

author avatar
1 Aug 2014 - 11:23
فيضي: د دويم پړاو ټاکنو وروستۍ پايلې به د وږي مياشتې تر درېيمې معلومې شي
author avatar
1 Aug 2014 - 11:23

کابل ( پژواک، ۱۰ زمری ۹۳): د ولسمشر وياند  وايي، د دويم پړاو ټاکنو وروستۍ پايلې به د وږي (سنبلې) د مياشتې تر درېيمې پورې معلومه شي.

ايمل فيضي بريتانيايۍ رسنۍ رايټرز خبري اژانس سره په مرکه کې، چې د جمعې په ورځ (د زمري لسمه) خپره شوې، ويلي چې د ۲۰۱۴ زېږديز کال د اګست د مياشتې تر پايه پورې به د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ترسره شي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ناټو سازمان په سرمشريزه غونډه کې چې ټاکل شوې، يوه مياشت وروسته د بريتانيا په ويلز ښار کې ترسره شي، څوک د افغانستان په استازيتوب ګډون وکړي، وويل چې نوی افغان ولسمشر به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

نوموړي زياته کړې، د وږي (سنبلې) مياشتې تر درېيمې (د اګست ۲۵مې) پورې به د دويم پړاو د ټاکنو د بيا شمېرنې او څېړنو پروسه بشپړه او وروستۍ پايلې به اعلان شي.

 فيضي وايي، افغانستان د ټاکنو په پروسه کې نور ځنډ نه شي زغملى او نه هم په دې پروسه کې نور ځنډ راتلای شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې، په داسې حال کې د ځنډ او ناندريو ښکار شوي، چې راتلونکې مياشت دوه نړيوال کنفرانسونه په لاره اچول کېږي؛ لومړی د ناټو سازمان سرمشريزه غونډه چې په دې کې به له افغان ملي ځواکونو د دوامدارو مالي مرستو او د ناټو د نوي ماموريت د پيلېدو پخلی کېږي.

دغه راز تر دې غونډې به څو اونۍ وروسته په نيويارک کې د ملګر ملتونو کلنۍ غونډه جوړېږي، خو د افغانستان ټاکنيزو ناندريو ته په کتلو سره، دا لا نه ده معلومه، چې په دې غونډو کې به څوک د افغانستان استازيتوب وکړي.

تر يادو دوو مهمو غونډو مخکې بايد افغانستان له امريکا او ناټو سره امنيتي سندونه هم لاسليک کړي، ولسمشر کرزي له دغه کار څخه انکار کړی، خو د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله لا دمخه اعلان کړی، چې د ټاکل کېدو په صورت کې دا سندونه ژر لاسليک کوي.

په کابل کې يوه غربي ديپلومات رايټرز اژانس ته ويلي، ښايي د ناټو په غونډه کې ولسمشر حامد کرزي او يا هم دواړو کانديدانو ته د افغانستان په استازيتوب بلنه ورکړل شي.

خو سرچينې زياته کړې، د کرزي ګډون تخنيکي ستونزه لري، ځکه د هغه قانوني موده بشپړه شوې ده، بله دا چې د امنيتي سندونو د نه لاسليک کولو له امله، له امريکا او ناټو سره د کرزي اړيکې چندانې ښې نه دي.

ياد ديپلومات چې د خپل نوم له څرګندولو ډډه کړې، ويلي، ناټو نه غواړي چې کرزی د ويلز په غونډه کې ګډون وکړي.

 د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر اشرف غني د ډلې يوه غړي طاهر ظهير ويلي، دوی هم غواړي چې د ناټو له غونډې مخکې ټاکنيزه پروسه پای ته ورسېږي.

د هغه په وينا، نړيوالې ټولنې هم پر دې کار خپله اندېښنه ښودلې ده.

دی وايي، نوی ولسمشر بايد په دې غونډه کې وکړي، که چېرې د ټاکنو له پای مخکې دوی ته بلنه ورکړل شي، نو دوی په کې ګډون نه کوي.

د ولسمشرۍ د بل کانديد ډاکټر عبدالله د ډلې يو غړی محمود صيقل بيا د ناټو په غونډه کې د کرزي له ګډون سره مخالفت کوي او زياتوي، دواړه کانديدان بايد په کې ګډون وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.