ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو د کندهار د ميانشين ټول ښوونځي تړلي

وسله والو د کندهار د ميانشين ټول ښوونځي تړلي

author avatar
1 Aug 2014 - 10:22
وسله والو د کندهار د ميانشين ټول ښوونځي تړلي
author avatar
1 Aug 2014 - 10:22

کندهار (پژواک ١٠ زمرى ٩٣): د ميانشين ولسوال وايي، نا امني، کمې روغتيايي اسانتياوې او د ښوونځيو نشتوالى يې د ولسوالۍ د اوسېدونکو تر ټولو لويې ستونزې دي.

د ميانشين ولسوال حاجي روزي خان له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې دغه ولسوالي درې کاله مخکې د پراخو عملياتو په لړ کې تر دولتي واک لاندې راغله، خو اوس هم په کې وسله وال مخالفين فعال دي او په هره برخه کې يې د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

هغه زياته کړه، حکومت اوس مهال په دې ولسوالۍ کې نيمه واک لري، خو په ډېرو برخو کې بيا وسله وال مخالفين خلک د دولت له ملاتړ څخه راګرځوي او له بېلابېلو لارو د هغوى ژوند ګواښي.

دغه غرنۍ ولسوالي د زابل د داى چوپان او ميزانې ولسواليو او د اروزګان له چورې او خاص اروزګان ولسواليو سره شريکه پوله لري او دغه راز د کندهار له دريو ناامنو ولسواليو شاوليکوټ، خاکرېز او نېش ولسواليو سره په خوا کې پرته ده.

ولسوال وايي، د ميانشين د نا امنۍ يو لامل په خپله دا هم دى چې شاوخوا ولسوالۍ يې هم ناامنې دي.

د ده په وينا، دغه ولسوالي د طالبانو د نظام تر پرځېدو وروسته يوازې دوه کاله د حکومت تر واک لاندې وه، وروسته د وسله والو مخالفينو لاس ته ولوېده او پوره شپږ کاله له هغوى سره وه.

روزي خان زياته کړه: ((اوس هم زياتې سيمې د وسله والو په واک کې دي، دغه وسله وال لارې بندوي، ماينونه ښخوي، خلک ګواښي او د دولت له ملاتړ څخه يې راګرځوي.))

نوموړي د بېلګې په توګه تېرې ټاکنې يادې کړې چې وسله والو مخالفينو خلک له کارت اخيستلو او هم يې په ټاکنو کې له ګډون څخه ګرځولي وو او پر هغوى يې بنديز لګولى و.

هغه وايي چې د وسله والو مخالفينو د دغه راز فعاليتونو او يو شمېر نورو ستونزو له امله په دې ولسوالۍ کې ان يو ښوونځى هم نشته او د زرګونو ماشومانو راتلونکى په تيارو کې ډوب دى.

ولسوال زياته کړه: ((درې کاله مخکې چې کله دغه ولسوالي ونيول شوه، دوه ښوونځي پرانيستل شول، خو څو مياشتې نه وې تېرې چې بېرته وتړل شول.))

د ده په خبره، د ښوونځيو د بېرته تړل کېدو تر ټولو لوى لامل د وسله والو ګواښونه او د ښوونکو نشتوالى و.

روزي خان وويل، وروسته ماشومانو له مجبورۍ د ښوونځيو کتابونه د جوماتونو پر امامانو شروع کړل، خو مخالفينو ملا امامان هم وګواښل او بالاخره دا لړۍ هم وشکېده.

د دې تر څنګ ولسوال د ميانشين د اوسېدونکو د روغتيايي ستونزو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل،  چې په ولسوالۍ کې يې د ۴۵ زره وګړو لپاره يوازې يو کلينيک شته، چې په هيڅ توګه بسنه نه کوي.

د ولسوال په وينا، د روغتيايي اسانتياوو د نشتوالي له امله د دغې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي د ناروغيو پر مهال زابل او يا هم روزګان ولايت ته ځي، چې پر خامه او اوږدو لارو ډېر کړاوونه پر ځان مني.

هغه وسله والو مخالفين د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو د روغتيا پر وړاندې خنډ وګڼل او ويې ويل چې وسله والو څه موده مخې دغلته د پوليو د واکسين مخه هم نيولې وه.

د ميانشين ولسوال حاجي روزي خان د خلکو د ورځني ژوند او روزګار په اړه وويل چې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي خپلې ټولې اړتياوې د کرنې او مالدارۍ له لارې پوره کوي.

ده په دې برخه کې هم د ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل چې د ځمکو د خړوبولو د سيسټم خرابوالى، د ويالو او کارېزونو ډکېدو، کرنيزو محصولاتو ته د بازار نه شتون او د حاصلاتو پر مهال د کندهار ښار او ميانشين تر منځ د غځېدلې لارې بندېدل د کرنې د ودې په برخه کې لوى خنډونه دي.

ده  وويل، انځر، جواري، اوربشې، بادام، کشته او نور د دې ولسوالۍ مهم کرنيز پيداوار دي.

ولسوال د ولايتي ادارې تر څنګ له مرکزي ادارې وغوښتل چې په لومړي ګام کې د دې ولسوالۍ امنيتي وضعيت ته پاملرنه وکړي او وروسته خلکو ته د پوهنې، روغتيا، کرنې او نورو عامه خدماتو د وړاندې کولو غم وخوري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.