ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په هلمند کې طالبان د مخابراتي خدماتو د پراختيا لپاره خنډونه جوړوي”

“په هلمند کې طالبان د مخابراتي خدماتو د پراختيا لپاره خنډونه جوړوي”

author avatar
1 Aug 2014 - 10:45
“په هلمند کې طالبان د مخابراتي خدماتو د پراختيا لپاره خنډونه جوړوي”
author avatar
1 Aug 2014 - 10:45

لښکرګاه (پژواک ٥ زمری ۹۳): د هلمند د مخابراتو رييس وايي، چې د دې ولایت ۷۵ سلنه سیمو ته يې مخابراتي اسانتیاوې رسولې دي، خو وسله طالبان يې پر وړاندې ستر خنډ دي.

د مخابراتو رييس امېدالله زهیر له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې له باغران، واشېر او دېشو ولسوالیو پرته، نورو ټولو سیمو کې مخابراتي شبکو خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

نوموړي وویل، اوس په دې کار کوي، چې یو شمېر نورو سیمو ته هم مخابراتي اسانتیاوې ورسوي او د خصوصي مخابراتي شبکو مسوولینو د دې کار ژمنه کړې ده.

زهیر زیاته کړه، په روان کال کې به د دې ولایت ۸۵ سلنه سیمو کې انتنونه ودرول شي، چې اوس يې عملي چارې روانې دي.

ده زياته کړه، په هلمند کې پنځه  مخابراتي شبکې فعاليت کوي، چې ټول  ۱۶۲ انتنونه  لري او د “سلام 3G ” د انتنونو د درولو چارې هم روانې دي.

د هغه په خبره، د هلمند په دوو شمالي ولسواليو سنګين او موسى کلا کې له ١٣ مخابراتي انتنونو له ډلې يواځې دوه يې فعال دي او نور يې د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوي دي.

د مخابراتو د رييس په وينا، د روان کال له پيله تراوسه په دې ولايت کې د دوو مخابراتي شرکتونو درې، درې انتنونه د ناپېژاندو وسله والو له لوري سوځول شوي دي.

زهير په دې مرکه کې وويل، چې له مخابراتي شبکو سره په دې لټه کې دي، څو په هلمند کې د ناثبت شويو سيمکارتونو د وېش مخه ونيسي.

د مخابراتو ریيس وویل، د پُست رسونې به برخه کې هم پرمختګونه شوي او د خدماتو ساحه يې پراخه شوې ده.

دى وايي، د هلمند له مرکزه په اونۍ کې دوه ځله او له ولسوالیو څخه په دوو اونیو کې یو ځل پُست تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې هلمنديان لا هم له مخابراتي خدمتونو شکايتونه لري، خو د دې ولايت د مخابراتو رييس وسله وال طالبان د مخابراتي خدماتو د پرختيا پر وړاندې خنډ بولي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.