ګردېز (پژواک ١٠ زمرى ٩٣): د پکتيا د مرکز ګردېز د ملکي روغتون چارواکي وايي، د کوچني اختر په ورځو کې د موټرسايکلونو د ترافيکي پېښو له امله ۱۰۷ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.
د ياد روغتون مشر ډاکټر حياګل پکتين د جمعې په ورځ (د زمري لسمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، د اختر په لومړۍ، دوهمه او درېيمه ورځ د موټرسايکل چلوونکو ۶۲ بېلا بېلې پېښې ورسره ثبت شوي، چې له امله يې يو تن وژل شوى او ۱۰۷ نور ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه، د يادو ټپيانو شويو کسانو درملنه يې په خپل وخت تر سره کړې او د دوی له ډلې څخه يواځې ۷ کسان يې پلازمېنې کابل ته د درملنې په موخه لېږلي دي.
په پکتيا کې د اختر په ورځو کې موټرسايکل د لېږد رالېږد لپاره ښه وسيله ده، چې ډېری چلوونکي يې ځوانان دي او په دې ورځو کې د مېلو او د خپلو خپلوانو کره پرې تګ راتګ کوي.
خو د ګردېز يو شمېر اوسېدونکي وايي، هغه کسان چې موټرسايکلونه چلوي، ډېری وخت بې احتياطي کوي، چې هم ځان او هم نورو ته زيان رسوي.
د مرکز يو اوسېدونکی نور ولي وايي: “موږ ډېری وخت ځوانان ګورو، چې لارو کوڅو او عامو سړکونو کې د موټرسايکل په چلولو کې ډېره بې احتياطي کوي، چې ډېر ځله د ژوبلې تر څنګ يې خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.”
دی زياتوي، دولت بايد هغه څوک چې له موټرسايکل سره بې اختياطي کوي او خلکو ته مرګ ژوبله اړوي، تر جدي تعقيب لاندې ونيسي، ترڅو په راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخنيوی وشي.
د پکتيا د ملکي روغتون چارواکي، په داسې حال کې د موټرسايکلونو د ترافيکي پېښو له امله د يو شمېر کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي، چې تېره ورځ هم د دې ولايت د تېرې کنډو په سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن