ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د کرنې رياست سلګونه جريبه ځمکه غصب شوې

د بلخ د کرنې رياست سلګونه جريبه ځمکه غصب شوې

author avatar
4 Aug 2014 - 11:58
د بلخ د کرنې رياست سلګونه جريبه ځمکه غصب شوې
author avatar
4 Aug 2014 - 11:58

مزارشريف (پژواک ١٣ زمرى ٩٣): د بلخ د کرنې رياست مسوولين وايي، د تېرو څو کلونو پر مهال يې په دغه ولايت کې ۱۷۰زره جريبه د مالچر ځمکه له غصب څخه راګرځولې خو لا هم د کرنې رياست اړوند سلګونه جريبه ځمکه تر غصب لاندې ده.

دوی وايي، چې له اويايمې لسيزې راهيسې د دولتي ځمکو د غصب لړۍ پيل شوې چې په اوږدو کې يې تر دې مهاله ډېری غصب شوې ځمکې د استوګنې پر ځمکو بدلې شوې دي.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ رييس کاتب شمس له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په بلخ کې د کرنې رياست اړوند ۳۷۵ جريبه کرنيز فارم و، چې په ۱۳۴۲ کال کې د کرنې ادارې له مستوفيت څخه پېرلی و، چې قباله يې اوس هم په کرنې رياست کې ده.

د هغه په وينا، دغه فارم په مزارشريف ښار کې موقعيت درلود، چېرته چې اوس د کرنې او مالدارۍ رياست ودانۍ جوړه ده.

شمس وويل، چې پر دې ځمکه د څېړنيز فارم په توګه له هماغه وخته کار روان شوی و، چې د خپل منځي جنګونو له امله ودرول شو.

نوموړي زياته کړه: ((له بده مرغه په ۱۳۷۲ لمريز کې کوم سياسي تحولات را منځ ته شول، د دغه فارم ۳۶۰ جريبه ځمکه د وخت د زورواکو لخوا غصب کړای شوه او په مسکونې سيمې باندې بدله شوه، چې اوس پکې کورونه اباد شوي او د زراعت کارتې په نامه يې نوموي.))

همدا راز په قولنګ سيمه کې ۴۰۰ جريبه ځمکه د کرنې رياست لخوا د تحقيقاتي باغونو لپاره ځانګړې شوې وه، چې د ۱۳۷۲لمريز کال پر مهال يې ۳۰ جريبه ځمکه غصب شوې او خلکو پرې کورونه اباد کړي دي.

خو د کرنې رييس شمس وويل، چې په تېرو دوه درېيو کلونو کې د کرنې رياست اړوند شاوخوا ۱۷۰زره جريبه مالچر او غير مالچر دولتي غصب شوې ځمکې يې د زورواکو له منګولو راګرځولې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په نهرشاهي او دهدادي ولسواليو کې د زورواکو له خوا ۶۰زره جريبه غصب شوی مالچر بېرته راګرځول شوی دی.

همداراز د حيرتان له دوه لارې د خلم ولسوالۍ او حيرتان ښارګوټي په اوږدو کې ۱۱۰ زره جريبه دولتي ځمکه له غصب څخه راګرځول شوې ده.

شمس وويل: ((په دې ساحه کې ځينو خلکو د ځمکو جعلي قبالې جوړې کړې وې، تر دې چې ځينو خلکو پرې ودانۍ هم جوړې کړې وې، چې بېرته له منځه يوړل شوې او ځمکه د کرنې رياست په اختيار کې راغله.))

نوموړي له دې انکار ونه کړ، چې لا هم د بلخ په بېلابېلو سيمو کې غصب شوې ځمکې شته، خو معلومول يې خورا ستونزمنه چاره ده.

د هغه په وينا، په هېواد کې د ځمکو د غصب درنه لړۍ په اويايمه لسيزه کې پيل شوې ده چې له هغې وروسته ډېری غصب شوې دولتي ځمکې چې د مالچر په توګه شاړې پرتې وې؛ قلبه شوې دي، چې اوس يې معلومول ستونزمن کار دی.

کاتب شمس وويل، چې له شپېتمې لسيزې وړاندې دولت په هرو لسو کلونو کې د ټولو ځمکو د هويت د معلومولو لپاره پلاوی وټاکه.

نوموړي زياته کړه، چې دغه پلاوی به پوله په پوله، مالچر په مالچر ګرځېده او د لسو کلونو د بدلون پته به يې لګوله، چې په ترڅ کې به يې دولتي او غيردولتي ځمکې بېلولې، چې له امله يې چا دولتي ځمکه نه شوه غصبولی.

د هغه په وينا، له ۱۳۵۴ کال وروسته چې داود خان وروستۍ سروې کړې وه، بيا کومه سروې نه ده ترسره شوې، چې له امله يې د ځمکو پېژندنه ګرانه شوې ده.

شمس وويل، چې که اوس هم دولت هڅه وکړي د ځمکو د هويت معلومولو لپاره سروې ترسره کړي؛ نو لرې نه ده چې د ځمکو د غصب ډېری ستونزې ورسره هوارې شي.

نوموړی زياته کړه، چې دغه سروې په دې توګه اسانه ده چې بايد له خلکو اسناد وغوښتل شي؛ څوک چې اسناد وړاندې نه کړای شي؛ نو معلومه ده چې دولتي ځمکه يې غصب کړې ده.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.