ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد د لعلونو کانونه په خپلسري ډول ايستل کېږي

author avatar
4 Aug 2014 - 18:54
author avatar
4 Aug 2014 - 18:54

کابل (پژواک ١٣ زمرى ٩٣): په افغانستان کې د لعلو ډېر کانونه موجود دي، خو تر دې مهاله يې د کوم کان قرارداد له شرکتونو سره نه دى شوى او دغه کانونه په کابل او بدخشان ولايتونو کې د خلکو له لوري په خپلسري ډول ايستل کېږي.

د بدخشان د کانونو رياست د معلوماتو له مخې، د کانونو کارپوهان او انټرنېټي سرچينې، د بدخشان ولايت په اشکاشم، خاش، کشکان او شغنان ولسواليو او د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په اړوند د جګدلک وارمنکاى، لعل پور، مى خلوت، لوى کان، نوى کان، چونګي، تغارچه، کارنوپارا، جوني کلا، چاک، پهره دار خانه او سپاى کليو کې د لعلو کانونه موجود دي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ مرستيال او د کانونو کارپوه سرمحقق دوکتور نجم الدين ترين وويل: “لعل يو ډول منرال دى، چې د اشپينل په نوم هم ياديږي، هغه رنګونه چې خلک ورته د لعل خطاب کوي، هغه سور، ګلابي او بنفش رنګونه دي، چې دغه رنګونه د قيمتي ډبرو په نوم هم يادولى شو، خو ځيني نور ډولونه يې له ځينو عناصرو سره د ګډون له امله په اسماني، شين، قهوه يي او سپينو رنګونو کې هم پيدا کېږي، چې دغه ډول رنګونه د نيمه قيمتي ډبرو په نوم ياديږي.”

ترين زياته کړه: که څه هم لعل د ياقوتو له کورنۍ بلل کېږي، خو د رنګ او جوړښت له مخې، له ياقوتو سره توپير لري او د دغو دوو منرالونو (لعل او ياقوتو) کانونه په طبيعت کې د يوه او بل په څنګ کې پيدا کېږي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه: “پر دې سربېره چې د لعل له منرال څخه په جواهراتو کې ګټه پورته کېږي نو د دې خاصيت په لرلو سره سور رنګ د ځلا او سختې درجې په درلودو سره په ټکنالوژۍ، په ځانګړي ډول د مصنوعي سپوږمۍ او له لايزر شعاع څخه په ګټې اخيستنې مهم بلل کېږي.”

د ياد کان پېژندونکي په وينا، د لعلو ايستل ساده کار دى، کله چې د لعل د منرال سيمه د کان کيندونکو له لوري ځانګړې شي نو له ډيناميټونو (چاودېدونکي توکي، باروت او نورو) څخه په ګټې يادې سيمې ته چاودنه ورکول کېږي او له هغه وروسته يې دانې په خپله تر سترګو کېږي.

د افغانستان په شمال ختيځ کې بدخشان ولايت د لعلونو کان په درلودو سره په نړۍ کې ډېر تاريخي نوم لري.

دغه ولايت په ١٨٩٦ زېږديز کال کې د دوو امپراتوريو (انګرېزانو او تزاري روسيې) تر منځ په دوو برخو ووېشل شو، چې د دغه ولايت يوه برخه يې د “روسيې بدخشان ” تر نامه لاندې د افغانستان له ننني بدخشان څخه د فيض اباد په مرکزيت جلا کړى شو، چې د تاجکستان له لوري د خپلواکۍ له اعلان وروسته دغه سيمه په تاجکستان پورې وتړل شوه او اوسمهال د تاجکستان د بدخشان په نامه يادېږي.

سرمحقق ډاکتر نجم الدين ترين وويل، چې د سردارمحمد داود خان د واکمنۍ پر مهال د هېواد د پلان وزارت په بدخشان ولايت کې د لعلونو د کان د موجوديت په اړه خبر و، خو د افغانستان او تاجکستان تر منځ د سرحدونونو د وېش له مخې يې د لعلونو د کان موقيعيت نه و مشخص کړى، په دې موخه چې پخوا د لعل کانونه د افغانستان و او په ١٨٩٧ زېږديز کال کې دغه سيمه د روسيې په هېواد يا تاجکستان پورې تړل شوې ده.

نوموړي زياته کړه، لکه څرنګه چې د بدخشان د لعلونو کان د هېواد له مشهورو کانونو څخه بلل کېږي او که څه هم په سيمه ييزه بڼه په يوه برخه کې ښکاري، خو بايد پراختيا ولري؛ ځکه د هغه په باور، کانونه د خپل جوړښت له مخې همېشه پراخ وي.

ترين زياته کړه، چې د دغه ولايت په اشکاشم سيمه، د بهارک په شاوخوا او زرديو سيمه کې د لعلونو کانونه د جيولوژيکي کارونو په پروسه کې پيدا او د ياد منرال نښې نښانې تثبيت شوې دي.

د بدخشان د کانونو رياست يوه کارکوونکي، له نوم اخيستو پرته پژواک خبري اژانس ته وويل: “د لعلو کانونه، چې د اشکاشم او شغنان ولسواليو تر منځ په غاران سيمه کې، چې د فيض اباد ښار په ١٣٠ کيلومټرۍ کې لرې پراته دي، اوسمهال د سيمه ييزو قوماندانو او خلکو له لوري په خپلسرانه ډول ايستل کېږي.”

هغه زياته کړه، چې د لعل يوه وړه پارچه، په ازاد بازار کې د هغه کيفيت ته په کتو سره تر ٥٠٠٠ امريکايي ډالرو پورې پلورل کېږي.

ورته مهال د بدخشان د فوايد عامې رياست يوه کارکوونکي، چې نوموړي هم له نوم اخيستو ډډه کوله پژواک ته وويل: “د دغه ولايت د لعلونو کانونه د بهارک د امنيه قوماندان قاري عبدالودود په واک کې دي او له تېرو څو کلونو راپه دېخوا په غيرقانوني ډول قاچاق کېږي.”

هغه د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه، د لعلونو دوه کانونه چې د بدخشان ولايت په خاش سيمه کې پراته دي، په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو د استازي ذکريا سودا له لوري له يوه شرکت سره قرارداد شوي دي.

د بدخشان د عامه ګټو رياست د دغه کارکوونکي په خبره، هغه لعلونه، چې له دغه کان څخه استخراجېږي، اوسه سلنه يې دولت ته د ماليې او ٩٣ سلنه يې د پارلمان له دغه استازي سره اړوند دي، ځکه چې د زکريا په خبره، د دغه کان د استخراج ټول لګښتونه دى چمتو کوي.

دغه سرچينې همدارنګه څرګنده کړه، چې تر اوسه پورې دغه شرکت د بدخشان د کانونو له رياست څخه په کانونو کې د کار او فعاليت جواز نه دى ترلاسه کړى.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې نيلوفر ابراهيمي تاييد کړه، چې د بدخشان ټول کانونه نه يواځې چې په دې وروستيو کې، بلکې له کلونو راهيسې په غير قانوني ډول استخراجېدل.

مېرمن ابراهيمي پژواک ته وويل: ((د دغه کانونو استخراج د يوې قانوني سرچينې په توګه بېلابېلو ډلو ته د جهاد پرمهال او را وروسته وختونو کې يوه عايداتي سرچينه وه.))

نوموړي ادعا وکړه، نږدې ٤ زره وسله وال چې اوسمهال په بدخشان ولايت کې مېشت دي، د همدغو کانونو له لارې تمويلېږي.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: ((ما د بدخشان ولايت د يوه اوسېدونکي په توګه هېڅ وخت هم نه دي اورېدلي چې د دغه ولايت کانونه په فني او قانوني بڼه استخراج او ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي.))

مېرمن ابراهيمي په دې باور ده، چې د بدخشان د کانونو د استخراج او قاچاق په برخه کې د دغه ولايت له لوړپوړو کسانو او زورواکو پرته د ټول هېواد مافيا ښکېله ده.

نوموړي زياته کړه، چې اوسمهال هم په دغه ولايت کې لاجورد، سره زر، بيروچ او لعلونه په مافيايي ډول استخراج او په بېلابېلو لارو لګول کېږي.

د کانونو برخې د ځينو کارپوهانو په خبره، د بدخشان د لعلونو ډېرى کانونه ثابت حجم نه لري او خلک نه شي کولى چې په لومړنيو وسايلو سره يې پر خپلسر استخراج کړي.

د بدخشان د کانونو اوپيټروليم رييس اکبرخان رستمي هم په دغه ولايت کې د لعلونو له کانونو د پخلي تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل: ((له پخوا تر اوسه د بدخشان د لعلونو کانونه د دغه ولايت د کانونو رياست تر پوښښ لاندې نه دي.))

هغه په ورته وخت کې زياته کړه، چې د کانونو وزارت څلور مياشتې وړاندې خلکو ته د کاري زمينې د مساعدولو، د بېوزلۍ کمولو او د کانونه د اړوند رياست تر کنټرول لاندې د راوستلو لپاره د بدخشان کانونو رياست ته دنده وسپارله، چې خلکو ته په کانونو کې د کيندنې اجازه ورنه کړي.

د بدخشان د کانونو رييس زياته کړه، چې د هېواد د کانونو وزارت د تصميم له مخې د بدخشان د کانونو کان، چې پخوا په غير قانوني ډول استخراجېده، اوسمهال د کانونو رياست او ځايي شورا د هوکړې له مخې د عبدالله باسعد په نامه يوه کس ته په قرار داد ورکړل شوى دى.

د کانونو برخې د کارپوهانو د معلوماتو له مخې، د بدخشان پر ولايت سربېره د کابل په سروبي ولسوالۍ کې هم د لعلونو کانونه شته، چې له څو کلونو راهيسې په غير حرفوي او خپلسري ډول کيندل کېږي.

د ډاکټر نجم الدين ترين په خبره، د جګدلک د لعلونو کان چې په سروبي ولسوالۍ کې د ياقوتو کان په څنګ کې موقعيت لري، له تېرو کلونو راهيسې پر خپل سر ترې کيدنې کېږي.

د کانونو دغه کارپوه په دې اند دى، چې د کانونو په اړه اندېښنې يواځې د کانونو د غير قانوني استخراج په اړه نه دي، بلکې هغه کسان چې په غير حرفوي او خپلسري ډول د کانونو په کيندنه بوخت دي، د کانونو توکو (لعلونو) ته زيان رسوي.

بلخوا د کابل ولايت د کانونو رياست يوه کارکوونکي، چې په راپور کې يې د نوم له اخيستو ډډه کوله پژواک خبري اژانس ته وويل: ((تر اوسه د ياقوتو او لعلونو هېڅ کان د کانونو او پيټروليم وزارت له خوا کوم شرکت ته په قرارداد نه دى ورکړل شوى.))

په ورته وخت کې د سروبي ولسوال محمدګل شرافت وايي، چې د دې ولسوالۍ د لعل کانونه له امنيتي اړخه خوندي دي.

نوموړي له پژواک سره په خبرو کې وويل: ((د دې ولسوالۍ د لعلونو کانونه له تېرو دوو کلونو راهيسې د ځايي خلکو له خوا پر خپل سر سپړل کېږي او پاکستان ته قاچاق کېږي او ګومان کېږي چې د ځايي خلکو تر څنګ مسلکي کسان هم له بهره له دوى سره همکاري کوي.))

هغه زياته کړه، چې په ځلونو يې دغه موضوع د کابل د کانونو له رياست سره شريکه کړې، خو په دې برخه کې پاملرنه نه ده شوې.

په ورته وخت کې د کابل د کانونو او پيټروليم رياست کې يوې مسوولې سرچينې د سروبي ولسوالۍ امنيتي چارواکي د کانونو په کيندنه او قاچاق کې ښکېل وبلل.

دغه مسوول چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط وويل، چې د کانونو د استخراج عمده لامل د هغو سيمو نا امني ده، چې کانونه په کې موقعيت لري.

په ورته وخت کې د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ امنيه قوماندان مير سلام ادم خېل دغه ادعا چې ګني په دغه ولايت کې د جګدلک د لعلونو کان د ځايي خلکو له خوا پر خپل سر استخراج او په قاچاق وړل کېږي، ردوي.

هغه وويل، امکان لري چې پر دغه پست د ده له ګومارنې وړاندې داسې کوم کار شوى وي، خو د ده له مقررۍ وروسته په جګدلک کان کې هېڅ ډول خپلسرې کيندنه نه ده شوې.

ادم خېل زياته کړه، چې د ځايي خلکو د همکارۍ او هڅو په پايله کې توانېدلى چې د ياد کان ساحه خوندي کړي.

 

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.