ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان والي ته په ٢٣ ميليونه افغانيو کور جوړ شو

د اروزګان والي ته په ٢٣ ميليونه افغانيو کور جوړ شو

author avatar
7 Aug 2014 - 16:58
د اروزګان والي ته په ٢٣ ميليونه افغانيو کور جوړ شو
author avatar
7 Aug 2014 - 16:58

ترينکوټ ( پژواک، ١٦ زمرى ٩٣ ) : د اروزګان د والي لپاره د ٢٣ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوى درې پوړيزه کور د زمري په ١٦مه، ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

داروزګان والي امان الله تيموري د يادې ودانۍ د پرانيستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې ودانۍ کې ١٦ خونې، د غونډو تالار، پخلنځى، تشنابونه او نور اړين محلقات جوړ شوي دي.

هغه زياته کړه، چې پر دې ودانۍ ٢٣ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى او چارې يې په درېيو کلونو کې بشپړې شوې دي.

د نوموړي په وينا، دبوديجې د کمښت له امله  د ودانۍ لپاره داحاطې دېوال نه دى جوړ شوى، خو ژمنه يې وکړه، چې ډېر ژر به دغه کار هم وکړي.

د اروزګان والي وايي ، چې د ولايت په مقام کې د والي لپاره کور و، خو هغه ډېر پخوانى و او د اوسېدو لپاره مساعد نه و.

تيموري دې ولايت ته له راتلونکو ټولو واليانو وغوښتل ، چې ددې کور  ساتنې ته دې سمه پاملرنه وکړي .

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.