ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې څخه راستنه شوه

author avatar
7 Aug 2014 - 17:24
author avatar
7 Aug 2014 - 17:24

کابل ( پژواک ١٦ زمرى ٩٣ ) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له افريقايي هېواد زمبابوې څخه په بريا سره نن د زمري په ١٦مه، راستنه شوه.

دکرکټ ملي لوبډلې زمبابوې سره څلور يو ورځنۍ نړيوالې سيالۍ وکړې، چې دوه په دوه برابرې شوې، دغه راز د څلور ورځنيو لوبو لړۍ هم يو په يو برابرۍ سره پاى ته  ورسېده.

زمبابوې د کرکټ بشپړ غړيتوب لرونکى هېواد دى او افغانستان د دويمې درجې غړيتوب لري، خو بيا هم افغانستان وکولى شو، چې له دغه هېواد څخه لوبې وګټي.

په زمبابوې کې د برياوو کپ له ترلاسه کولو وروسته ملي لوبډله نن غرمه په داسې حال کې را ورسېده، چې د کابل نړيوال هوايي ډګر کې يې سلاکار وزير او د کرکټ بورډ عمومي رييس شهزاده مسعود، اجراييوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد، د کرکټ بورډ مرستيال  نسيم الله دانش ،په پاکستان کې دافغانستان سفير جانان موسى زي او يو شمېر نورو دولتي چارواکو او د کرکټ بورډ کارکوونکو يې هرکلى وکړ.

سلاکار وزير شهزاده مسعود په هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل ، چې  ملي لوبډلې د کرکټ په تاريخ کې بې ساري کارنامه ترسره کړه او د يوه  بشپړ غړيتوب لرونکي هېواد ته يې پرله پسې ماتې ورکړې.

هغه زياته کړه، چې په دې بريا کې د لوبغاړو د وړتياوو ترڅنګ د هېوادوالو دعاګانو هم رول ترسره کړى دى.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد بيا وويل ، چې ملي لوبډله به د نړيوال پنځوس اوريز جام سياليو کې هم له توقع خلاف ښه لوبه وکړي .

د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي عېسی خېل پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى په ملي لوبډله کې بدلونونه راوستي وو او ځوانو لوبغاړو ته يې چانس ورکړى و.

هغه زياته کړه، چې په لوبو کې ځوانو لوبغاړو او پخوانيو تجربه لرونکو لوبغاړو ښې لوبې وکړې او بريا يې خپله کړه.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.