ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارغنداب کې د ښځو پارک جوړېږي

ارغنداب کې د ښځو پارک جوړېږي

author avatar
11 Aug 2014 - 10:38
ارغنداب کې د ښځو پارک جوړېږي
author avatar
11 Aug 2014 - 10:38

کندهار (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): د کندهار ښاروالي د دغه ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ښځو لپاره ځانګړى پارک جوړوي.

د کندهار د ښاروالۍ وياند زمري څرګند د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پارک د يادې ولسوالۍ بابا ولي کوتل ته څېرمه پر ٥٠ جريبه ځمکه کې جوړېږي.

هغه زياته کړه، د پارک جوړېدو چارې پيل شوې او تر راتلونکو دريو مياشتو پورې به بشپړې شي.

د نوموړي په وينا، په دغه پارک کې ټولې اسانتياوې لکه د احاطې دېوال، د موټرو تمځاى، ګلدانونه، تشنابونه، کانټين او نور په پام کې نيول شوې دي.

دى وايي، د پارک پر جوړېدو ١٣ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د کندهار ښاروالۍ له بوديجې ورکول کېږي.

څرګند وويل، په دې توګه کندهار ښاروالي هڅه کوي چې د نورو برخو تر څنګ د ښځو لپاره هم اسانتياوې او د تفريح امکانات برابر کړي.

د کندهار ښار مېرمنې وايي، چې په دغه ولايت کې له لويه سره د ښځو لپاره تفريح ځايونه کم او يا هم له ښاره لرې دي، چې کورنۍ په ډاډه زړه نه شي ورتلاى.

د کندهار ښار د کابل شاه سيمې اوسېدونکې رحمانيه وايي، د ښاروالۍ له لوري د ځانګړي ښځينه پارک جوړېدل مېرمنو ته د خدماتو او اسانتياوو د برابرولو په برخه کې يو ښه ګام دى.

هغې پژواک اژانس ته وويل، د نارينه وو په څېر ښځې هم حق لري، چې د کورنيو د نورو غړيو سره يو ځاى تفريح وکړي.

نوموړي د کندهار له ښاروالۍ وغوښتل چې د پارک تر جوړېدو وروسته يې نظم او ساتنې ته هم پاملرنه وکړي.

څو مياشتې وړاندې د کندهار ښار لوېديځ پلو د چهل زينو په تاريخي سيمه کې هم د ښاروالۍ له خوا يو تفريحي پارک تر جوړېدو وروسته د خلکو پر مخ پرانيستل شو.

د دغه پارک لومړۍ برخه په اته جريبه ځمکه کې د ٤٣ ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې خو د پارک د څلورو نورو برخو کار لا پاتې دى، چې ټولټال ٤ ميليونه امريکايي ډالر لګښت ورباندې راځي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.