ميدانښار (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): په ميدان وردګو ولايت کې د نږدې ۲۸ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه دولتي مېلمستون د جوړېدو چارې پيل شوې.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه مېلمستون د بنسټ ډبره د والي عبدالمجيد خوږياڼي له خوا کېښود شوه.
هغه زياته کړه، دغه مېلمستون چې د جوړولو چارې به يې د يوه کال په موده کې بشپړې شي، د ۴۴ بېلابېلو خونو د درلودو تر څنګ به دوه د غونډو تالاره، يوه کنفرانس خونه، يو خوړنځای، ۸ تشنابونه او نور اړين محلقات ولري.
د نوموړي په وينا، د ميدان وردګو ولايت د مقام لپاره دغه مېلمستون چې په ۱۰۰۰ متره مربع ساحه کې د ولايت مقام ته څېرمه جوړېږي، نږدې ٢٨ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي چې د سيمه ييزو ارګانونو له خوا ورکول کېږي.
د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي وويل، تر دې وړاندې د ولايت مقام او نورو دولتي ادارو هېڅ مېلمستون نه درلود.
هغه زياته کړه، د دغه مېلمستون په جوړېدو سره به د ولايت مقام او ټولو دولتي ادارو په ياده برخه کې تر دې دمه شته ستونزې حل شي.
د ولايت مقام يوه کارکوونکي جمعه الدين د ياد مېلمستون پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې تر دې وروسته به دوى د مېلمنو ښه پالنه وکړى شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن