ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا لومړني ښوونځي لا هم کتابونه نه لري

د پکتيکا لومړني ښوونځي لا هم کتابونه نه لري

author avatar
11 Aug 2014 - 15:54
د پکتيکا لومړني ښوونځي لا هم کتابونه نه لري
author avatar
11 Aug 2014 - 15:54

ښرنه (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): په پکتیکا ولايت کې د ښوونيز کال نيمايي ته په رسېدو لا هم د لومړنيو ښوونځيو زده کوونکو ته درسي کتابونه نه دي رسېدلي.

د مرکز ښرنې اړوند د حضرت بلال لېسې مدیر عبدالحمید پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی له څو ځلې غوښتنې سره لا هم زده کوونکي له کتابونو بې برخې پاتې دي.

ده وویل: ((له شپږم تر دوولسم ټولګي پورې یو شمېر زده کوونکو ته کتابونه رسېدلي، خو له لومړي تر شپږم ټولګي پورې زده کوونکي هیڅ کتاب نه لري.))

د یادې لېسې مدیر وویل، د کتابونو نه شتون د زده کوونکو پر زده کړه منفي اغېز لري او دا ډېره اړینه ده چې هر زده کوونکي ته ټول کتابونه ورسېږي.

د مټاخان ولسوالۍ د مرکزې لېسې د څلورم ټولګي زده کوونکي عبدالروف پژواک ته وویل، د دوی په ټول صنف کې پنځه زده کوونکي درسي کتابونه نه لري.

د نوموړي په خبره، د لېسې د نورو ټولګیو زده کوونکي هم د کتابونو له کمښت سره مخ دي.

عبدالرووف له اړوندو مسوولینو وغوښتل چې د ښوونیز کال په پیل کې زده کوونکو ته پوره کتابونه ووېشې، تر څو د زده کړې په بهير کې شته ستونزې هوارې شي.

د سرروضې ولسوالۍ د حیات بابا ښوونځي زده کوونکي بیا وایي چې دوی د کتابونو تر څنګ قرطاسیه هم نه لري.

د یاد ښوونځي زده کوونکى محمدالله وایي، د ښوونیز کال له نیمايي ډېر وخت تېرېږي، خو د کتابونو تر څنګ ورته قرطاسیه هم نه ده رسېدلې.

نوموړي نیوکه وکړه، چې هر کال یا خو زده کوونکو ته کتابونه او نور درسي توکي نه رسېږي او یا هم د ښوونیز کال په وروستیو ورځو کې ورته رسېږي چې بیا کومه ګټه نه لري.

د پکتیکا د پوهنې ریاست ویاند محمدالله همتیار هم مني چې د پکتیکا زده کوونکو ته کتابونه نه دي رسېدلي.

همتيار له پژواک سره په خبرو کې وویل، چې اړوند وزارت ورسره د کال په سر کې ژمنه کړې وه څو ټولو زده کوونکو ته به کتابونه رسوي.

د ده په وینا، په وزارت کې د تدارکاتي، ترانسپورتي او ځینو نورو ستونزو له امله پکتیکا ته کتابونه پر وخت ونه رسېدل او اوس ورته یوازې څو کانټینرونه کتابونه رسېدلي دي.

همتیار زیاتوي چې له شپږم تر دوولسم ټولګيو پورې یې زده کوونکو ته کتابونه وېشلې، خو د ټیټو ټولګیو کتابونه ریاست ته نه دي رسېدلي.

د پوهنې ریاست ویاند دغه راز وویل چې د پکتیکا د ډېری ښوونځيو زده کوونکو ته یې قرطاسیه وېشلې او په پاتې نورو ته د وېش لړۍ روانه ده.

نوموړي ژمنه وکړه چې د راتلونکي ښوونیز کال په لومړیو کې به ټولو زده کوونکو ته کتابونه ورسوي، خو د پوهنې له وزارته يې غوښتنه وکړه چې د کال په شروع کې دي کتابونه ور ولېږي.

بلخوا د پوهنې وزارت وايي چې د لومړنيو ټولګيو زده کوونکو ته يې د ٣٤ ميليونه ټوکو کتابونو وېش پيل کړى او ډېر ژر به د پکتيکا ولايت ښوونځي ته هم ورسېږي.

د ياد وزارت د نشراتو رييس او وياند کبير حقمل پژواک ته وويل چې ځينو ولايتونو ته د کتابونو د ناوخته رسېدو لاملونه جغرافيوي موقعيت، ناامني او د ترانسپورتي ستونزو له امله وي.

ده وويل، چې ټاکل شوې د دوو مياشتو په ترڅ کې به دغه کتابونه د افغانستان ټولو لومړنيو ښوونځيو ته ورسېږي.

حقمل زياته کړه، د تودو سيمو ښوونځيو ته به د اوړي د رخصتيو له پاى ته رسېدو او د تعليمي کال له پيل د مخه دغه کتابونه ورسېږي.

د ده په وينا، د دغو کتابونو په وېش ۲۱ ميليونه ډالره لګښت راغلى، چې د امريکا د متحدو ايالتونو د پرمختيايي ادارې له خوا ورکړل شوى دى.

هغه زياتوي، پوهنې وزارت د ۲۰ ميليونه ټوکه نورو کتابونو د وېش پلان هم برابر کړى چې له چاپ سملاسي وروسته به هغه کتابونه هم د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې ښوونځيو ته ووېشل شي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.