ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کندهاره د ٤ ميليونه ډالرو په ارزښت خټکي صادر شوي

له کندهاره د ٤ ميليونه ډالرو په ارزښت خټکي صادر شوي

author avatar
11 Aug 2014 - 16:27
له کندهاره د ٤ ميليونه ډالرو په ارزښت خټکي صادر شوي
author avatar
11 Aug 2014 - 16:27

کندهار (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، سره له دې چې سږ کال د خټکيو محصولات کم شوي، خو صادرات يې ډېر وو او تر دې مهاله ٢٣زره ټنه خټکي بهر ته صادر شوي دي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بينا د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال د خټکيو محصولات کم او بهر ته يې صادرات ډېر شوي دي.

هغه زياته کړه، سږ کال په ځينو سيمو کې د خټکيو پر پالېزونو ناروغي ګډه شوه، چې له امله يې د تېر په پرتله د خټکيو حاصلات له ٢٠ تر ٣٠ سلنه کم شوي دي.

خو ده وويل، چې د تېر په پرتله يې بيا د صادراتو کچه لوړه شوې ده او تر دې مهاله پاکستان، ايران او يو شمېر نورو برخو ته شاوخوا ٢٣زره ټنه خټکي صادر شوي دي.

دى وايي، هغه خټکي چې پاکستان ته په راجستر شوې بڼه وړل شوي، ټوليز وزن يې ٣زره او سل ټنو ته رسېږي او هغه چې په غير راجستر ډول وړل شوي، مجموعي وزن يې تر ٢٠زره ټنه زيات دى.

هغه زياته کړه، په ټوليزه توګه سږ کال تر دې مهاله له کندهار څخه د ٤ ميليونه ٤ سوه او ٣ زره امريکايي ډالرو په ارزښت خټکي صادر شوي دي.

د بينا په خبره، تېر کال له دوی سره د راجستر شوو خټکيو اندازه يواځې ٣٤٥ ټنه وه، چې ارزښت يې نهه اويا زره يو سل او پنځه څلوېښت ډالره کېده.

هغه دا هم وويل، چې د تېر په پرتله په مارکېټ کې د خټکيو بيه هم لوړه شوې، چې يو من (٤،٥ کيلوګرامه) يې له ٤٠ تر ٥٠ افغانيو پلورل کېږي.

د نوموړي په وينا، تېر کال يوه اندازه خټکي هندوستان هېواد ته هم صادر شوي وو، خو سږ کال ځکه دغه هېواد ته نه دي صادر شوي، چې د لارې لګښت او هلته پلورل يې لوى جنجال لري.

د ده په خبره، په اوسنيو شرايطو کې نه يواځې د خټکيو، بلکې د بېلابېلو نورو مېوو لپاره هم  لومړنى مارکېټ پاکستان دى او ډېر سوداګر خپلې مېوې دغه هېواد ته د پلورلو لپاره وړي.

بينا وايي، دا چې په کندهار کې سړې خونې نشته او د مېوو حاصلات پر يوه وخت رسېږي، کروندګر مجبور دي، که په ارزانه بيه هم وي، خپل محصولات وپلوري.

ده وويل، که په کندهار کې پرمختللې او مجهزې سړې خونې واى، نو کروندګرو او سوداګرو به مېوې په وقفه يي توګه صادرولې، چې هغوى ته به يې اقتصادي ګټه زياته واى.

دى وايي، د همدې لپاره هم کروندګر او هم سوداګر اړ دي، چې مېوې په ټيټه بيه تر نږدې مارکېټونو ورسوي.

د نوموړي په وينا، د کندهار خټکي د کيفيت له پلوه په ځانګړې توګه په متحده عربي اماراتو او نورو عربي هېوادونو کې ښه نوم لري، خو ستونزه دا ده چې د هوا له لارې يې لېږد زيات لګښت غواړي.

خو ده وويل چې دا کار اوس پاکستان کوي، د خټکيو په ګډون چې کومې مېوې پاکستان ته صادرېږي، د دغه هېواد سوداګر يې د خپل هېواد په نوم، نه يواځې عربي هېوادونو ته، بلکې اروپايي هېوادونو ته هم صادروي، چې ډېره ګټه يې هم دوى ته پاتې کېږي.

بينا غوښتنه وکړه، چې اړوندې ادارې بايد بهرنيو هېوادونو ته د مېوو د صادراتو په برخه کې په مناسبه بيه د هوايي ترانسپورت اسانتيا برابره کړي، ترڅو د مېوو محصولات نوره هم وده وکړي او خلک له اقتصادي اړخه په خپلو پښو ودرېږي.

بلخوا د خټکيو د پالېزونو کروندګر هم وايي، هر کال د خټکيو په کرلو ډېره خواري او لګښت کوي، خو کله يې ځينې ناروغۍ زيانمن کړي او يا يې هم د حاصلاتو پر مهال بيه ټيټه وي او د خرابېدو له امله مجبور وي، چې ويې پلوري.

د سپين بولدک ولسوالۍ د کدني سيمې د خټکيو يو کروندګر محمد رسول وايي، سږ کال يې سم نيم پالېز خراب شوی دی، ځکه د يوه ډول چينجي ناروغي پرې ګډه شوې وه.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((تېر کال مو پالېز دومره خټکي کړي وو، چې بېخې مو خلکو ته وړيا ورکول، خو سږ کال مو پالېز د تېر کال نيم خټکي هم نه دي کړي.))

دى وايي، ټول پوهېږي چې د خټکيو حاصلات په يوه وخت رسېږي، خو دا چې دلته يې د ساتلو اسانتيا نشته، نو خلک مجبور وي په ارزانه بيه يې وپلوري.

هغه له چارواکو وغوښتل، چې په کندهار کې داسې سړې خونې جوړې کړي، چې هغوى په کې خپل محصولات وساتي او وروسته يې په لوړه بيه وپلوري.

د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ يو پالېز لرونکی بخت محمد هم وايي، سږ کال خټکيو په زياته اندازه چينجيان کړي وو، ځکه يې زيات حاصلات له منځه ولاړل.

نوموړي وويل: ((د خټکيو پر پالېزونو هر کال دوا پاشو، خو سږ کال يې داسې چينجيان کړي وو، چې هېڅ دوا ورباندې اغېز نه کاوه.))

هغه هم له دولته وغوښتل، چې کروندګرو او باغ لرونکو ته د اسانتياوو برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.