ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار ته د سيلانيانو تګ راتګ ډېر شوى

تخار ته د سيلانيانو تګ راتګ ډېر شوى

author avatar
12 Aug 2014 - 13:57
تخار ته د سيلانيانو تګ راتګ ډېر شوى
author avatar
12 Aug 2014 - 13:57

تالقان (پژواک ٢١ زمرى ٩٣): د نسبي امنيت او د لويو لارو جوړېدو له امله د هېواد له نورو سيمو د تخار بېلابېلو ولسواليو ته د سيلانيانو تګ راتګ ډېر شوی دی.

د تخار ولايت ورسج، فرخار او دُرقد ولسوالۍ طبيعي سيمو، شنو چمنونو، باغونو او د سيند غاړو د هېواد د نورو ولايتونو اوسېدونکي نندارې ته لېوال کړي دي.

د دغه ولايت چارواکي وايي ، چې د پسرلي له موسمه نيولې تر دې دمه د سيلانيانو تګ راتګ روان دى او هره ورځ تر دوه سوه پورې سيلانيان د هېواد له بېلابېلو ولايتونو د دغو سيمو نندارې ته راځي.

د کندهار اوسېدونکي محمدبشير مندوخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې تخار ولايت د ښکلو سيمو د نندارې په موخه له خپلو اتو نورو ملګرو سره راغلی دی.

نوموړي زياته کړه، په دې موده کې يې درقد ولسوالۍ ته سفر کړی او په پام کې لري، چې سبا ته له تالقان ښار څخه د فرخار او ورسج ولسواليو په لور روان شي.

درقد ولسوالۍ، چې د تخار له مرکز- تالقان څخه سل کيلومتره واټن لري، د خپل ځانګړي جغرافيايي موقعيت له امله د سيلانيانو پام اړوي.

دغه ولسوالي د تاجکستان هېواد پر پوله د امو سيند په منځ کې په جزيره کې موقعيت لري، چې شاوخوا يې امو سيند بهېږي، د همدې ځانګړنې او د پراخو ځنګلونو له امله ورته سيلانيان ډېر ورځي.

مندوخېل وويل، چې له تالقانو ښار څخه نږدې ۶۰ کيلومتره په پاخه سړک او بيا يې شاوخوا ۴۰ کيلومتر په خام سړک مزل وکړ، چې د درقد ولسوالۍ ته څېرمه د امو سيند غاړې ته ورسېدل.

نوموړي زياته کړه: ((موږ ته ټولو ته جالبه دا وه، چې له موټرو ښکته شوو، نو په کښتۍ کې درقد ولسوالۍ ته واوښتوو، چې د امو سيند په منځ جزيرې غوندې سيمه کې پرته وه.))

د هغه په وينا، په دې ولسوالۍ کې يې د امو سيند پر څنډو له لامبلو پرته په پراخو ځنګلونو کې له چکر وهلو خورا خوند واخيست.

خو ځينې سيلانيان بيا د تخار ولايت د ورسج او فرخار ولسواليو تر منځ دره چې پر شنو چمنونو او روان سيند باندې ښکلې شوې ده، ډېر صفتونه کوي.

له جوزجان ولايت څخه راغلي سايل افغان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ۲۲ملګرو سره له تېرو دوو ورځو په تخار ولايت کې دی.

نوموړي زياته کړه، چې دوی د ورسج ولسوالۍ د طبيعي سيمو او په همدې ولسوالۍ کې د يغنان په نامه د حوض صفتونه اورېدلي وو، چې ورته ورغلل.

ورسج ولسوالۍ له تالقانو ۷۰ کيلومتره واټن لري، چې نږدې ۵۰ کيلومتره لاره يې پخه شوې او پاتې لا هم خامه ده، چې په اوږدو کې يې فرخار ولسوالۍ هم راځي.

سايل افغان وويل، چې د ورسج ولسوالۍ تر مرکزه پورې په بېلا بېلو ځايونو کې دمه وکړه او ميلې يې پکې وکړې.

نوموړي زياته کړه، چې د دې لارې په اوږدو کې خسده چمن، د زراعت باغ، د سړک پر اوږدو کې روان سيند، تر څنګ يې شنه شنه چمنونه، او ځای ځای د پستو په ونو پوښلي غرونه خورا د نندارې وړ دي.

سيلانيان د ياد ولايت له د اوسېدونکو له ميلمه پالنې هم اغېزمن دي او وايي، چې له مساپرو سره خورا ښه چلند کوي.

د سايل افغان د ډلې بل ملګري غوث الدين چې له کندوزه له دوی سره د ورسج ولسوالۍ د نندارې په موخه ملګری شوی و، پژواک ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ يو کس ورته چې ډېره کمه پېژندنه يې ورسره لرله خورا ښه شپه ورکړه.

نوموړي زياته کړه، چې پر لوړو پېچومو له ستړي سفر څخه وروسته مازديګر تېر د ورسج ولسوالۍ ښار ته ورسېدل.

د هغه په وينا، د همدې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ورته په خپل باغ کې ځای جوړ کړ او ښه مېلمه پالنه يې ورته وکړه.

غوث الدين زياته کړه : ((په باغ کې يې د الوبالو د ونو لاندې د سيمټې سوپې پر سر ځای جوړ کړی و، چې ټوله شپه پکې ملګرو په ويښه په کيسو تېره کړه.))

نوموړي زياته کړه، چې که چېرې د تخار ولايت ياد سيمو ته په پوره توګه سړکونه پاخه شي او د برېښنا مزل هم وغځول شي نو د سيمې په کچه به ورته د سيالانيانو تګ راتګ زيات شي.

د دغه ولايت دولتي چارواکي هم وايي، چې لا هم د سيالانيانو لپاره د نسبي امنيت او د لويو لارو له يو څه پخېدو پرته د سيل کومه بله ځانګړې اسانتيا نه ده برابره شوې.

د تخار ولايت د والي وياند سنت الله تيمور پژواک اژانس ته وويل، چې له نيکه مرغه د دغه ولايت هغه سيمې، چې طبيعي ښکلا ډېره لري، نو امنيت يې هم په نسبي ډول ډاډمن دی.

نوموړي زياته کړه، چې تخار ولايت د درقد، ورسج او فرخار ولسواليو د ليدو په موخه هره ورځ نږدې ۲۰۰ سيلانيان راځي، چې امنيت يې په نسبي ډول ډاډمن دی.

د هغه په وينا دغه لړۍ د پسرلي له پيله پيل کېږي او لا هم روانه ده.

تيمور وويل، که څه هم د ورسج او درقد ولسواليو لارې تر نيمايي ډېرې پخې شوي دي؛ خو که چېرې مرکزي دولت له دوی سره د دغو لارو په بشپړه توګه پخېدو کې مرسته وکړي؛ نو د سيلانيانو په تګ راتګ کې به خورا زياتوالی راشي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.