ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ٪٢٩ رايو تفتش کې، ٨٥٠٠٠ رايې “تقلبي” پېژندل شوي

د ٪٢٩ رايو تفتش کې، ٨٥٠٠٠ رايې “تقلبي” پېژندل شوي

author avatar
12 Aug 2014 - 13:35
د ٪٢٩ رايو تفتش کې، ٨٥٠٠٠ رايې “تقلبي” پېژندل شوي
author avatar
12 Aug 2014 - 13:35

کابل (پژواک ٢١ زمرى ٩٣): د تفتيش له بهيره يو چمتو شوى راپور چې پژواک ترلاسه کړى ښيي چې د دوشنبې تر غرمې پورې ټولې ٢٩ سلنه رايې تفتش شوې وې او په پايله کې يې د اشرف غني احمدزي ٥٤ زره او د عبدالله عبدالله ٣١ زره رايې “تقلبي” پېژندل شوې دي.

دغه معلومات د دوشنبې په شپه يوه ټاکنيز ټيم د پژواک خبري اژانس په واک کې ورکړي دي.

د دغو شمېرو له مخې، تر تېرې ورځې پورې د ټولو څېړل شوو او شمېرل شوو رايو له ډلې په ټوله کې د ٦٦٤٤ صندوقونو رايې بيا شمېرل شوې وې چې دوه ميليونه ٢٩٢زره او ٢٤٧رايې راځي او د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو ٢٩ سلنه رايې جوړوي.

له دې ډلې يو ميليون ٢١٠زره او ٦٠٢ رايې په اشرف غني او يو ميليون ٨١ زره او ٦٤٥ رايې په عبدالله عبدالله پورې اړه لري.

ترلاسه شوې شمېرې څرګندوي، چې له دې ډلې د تحول او تداوم ټيم يو ميليون ١٧٠زره او ١٠٧ رايې بيا څېړل شوې او ورڅخه ٥٤ زره او ٥٠٥ رايې تقلبي بلل شوې او د باطلو رايو په ډله کې راغلې دي.

همدارنګه د اصلاحاتو او همپالنې ټيم له دغو رايو يو ميليون ٦٠ زره او ٧٠٩ رايې بيا څېړل شوې او ٣١ زره او ٨٥٧ رايې باطلې شمېرل شوې دي.

د يادونې ده، تر اوسه له دغو رايو د اشرف غني د ٤٠٤٩٥ زره او د عبدالله د ٢٠٩٣٦ زره رايو په اړه نهايي تصميم نه دى نيول شوى، چې د سره او ناسره رايو په ډله کې ونيول شي.

د تفتيش شوو رايو جدول چې پژواک ته رسېدلى، څرګندوي چې د اشرف غني احمدزي د باطلو شوو رايو لوړه کچه د ٩ محلونو اړوند دي او په هر يوه کې يې په ګټه له ٥٠٠ ډېرې رايې کارول شوې دي.

له دې ډلې څلور محلونه د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ پورې اړه لري، چې هر يو يې د ٥٨٠،٥٧٠،٥٠٠ او ٥٠٠ رايو درلودونکي دي او باطل شوي دي.

په همدې ترتيب درې نور محلونه په پکتيکا ولايت پورې اړه لري، چې د برمل ولسوالۍ په يوه محل کې ٥٩٥ رايې، په سر روضه ولسوالۍ کې ٥٤٦ رايې او په ارګون ولسوالۍ کې ٥٩٠ رايې باطلې شمېرل شوې دي.

يو صندوق هم د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې دى، چې ٥١٠ رايې لري او بل صندوق د هرات په انجيل ولسوالۍ پورې اړه لري، چې ٩٠٠ رايې په کې لوېدلې او باطلې شوې دي.

په همدې ترتيب د عبدالله عبدالله د باطلو شوو رايو تر ټولو لوړه شمېره د رايې ورکونې په دريو محلونو پورې اړه لري.

دوه محلونه يې په لوګر پورې اړه لري، چې هر يو يې د ٥٩٤ او ٥٩١ رايو درلودونکي دي او درېيم صندوق هم د پکتيکا د جاني خېلو په ولسوالۍ پورې اړه لري، چې ٥٧٩ رايې په کې اچول شوې وې، چې ټولې باطلې شوې دي.

دغه راپور څرګندوي، چې د رايو ٦٦٤٤ صندوقونه تر اوسه څېړل شوي، چې په ٢٣ ولايتونو پورې اړه لري. دغه ولايتونه له کابل، بلخ، پکتيکا، لغمان، هرات، پکتيا، لوگر، فارياب، کندهار، پنجشېر، تخار، غور، سرپل، پروان، بادغيس، بدخشان، بغلان، نورستان، جوزجان، غزني، کاپيسا، ميدان وردگ او زابل څخه عبارت دي.

د ترلاسه شوو شمېرو له مخې، که چېرې د رايو د بياڅېړنې بهير په همدې ډول مخې ولاړ شي، امکان لري چې د اشرف غني څه باندې دوه سوه زره او د عبدالله ١٢٠زره رايې باطلې شي.

بلخوا د اصلاحاتو او همپالڼې ټيم هم وايي، چې تر اوسه د دې رايو د باطلېدو تصميم نهايي نه دى.

د دغه ټيم وياند مجيب رحيمي وايي، د هغو رايو شمېر چې ټاکل شوې د بياڅېړنې په پايله کې باطلې شي، وروسته له هغه به څرګند شي چې د رايو د باطلېدو کړنلاره نهايي او د باطلېدو بهير پيل شي.

رحيمي وويل، چې د تفتيش د پايلو کره شمېره له دوى سره نشته.

خو د تحول او تدوام ټيم وايي، هغه معلومات چې د پژواک په واک کې ورکړل شوي کره دي.

د دغه ټيم يوه غړي داوود سلطانزوى پژواک ته وويل، که څه هم د رايو د باطلېدو وروستى تصميم د ټاکنو په کمېسيون پورې اړه لري، خو دغه شمېرې هم د رايو د ابطال کړنلارې ته په پام سره د بيا څېړنې په پايله کې ترلاسه شوې دي.

سلطان زوى زياته کړه، چې د رايو د باطلېدو کړنلاره نهايي شوې او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو دوه وړانديزونه شته، چې نن ورځ به نهايي شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د رايو د باطلېدو بهير به تر درېيو يا څلورو راتلونکو ورځو پورې پيل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکو ويلي، چې د رايو د باطلېدو بهير روانه اونۍ پيلوي چې د نړيوالو څارونکو، ټاکنيزو ټيمو او نورو څارونکو او مشاهدينو پر وړاندې به ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس نورمحمدنور تېره ورځ وويل، چې د رايو د باطلېدو بهير به د يوه سافټ وير په وسيله د پردې پر مخ وښودل شي، چې په اړه يې د ټاکنو کمېسيون کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د شمېرو له مخې، د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې څه باندې اته ميليونه کسانو ونډه اخيستې وه، چې احمدزى د ټولو رايو د ٥٦،٤٤ سلنې په ترلاسه کولو کې په لومړي مقام او سيال يې عبدالله د ٤٣،٥٦ سلنه رايو په ترلاسه کولو کې دويم مقام خپل کړ.

اشرف غني ټولې ٤٤٨٥٨٨٨رايې او عبدالله عبدالله ٣٤٦١٦٣٩رايې وړې دي.

د تفتيش شوو راى پاڼو د پايلې راپور دلته لوستلى شئ!

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.